روزنامه هیواد

وسله والو په هرات کې د افغانستان بانک پنځه کارکوونکی وژلی

د هرات امنیتی چارواکی وایی: ناپېژانده وسله والو د افغانستان بانک پنځه کارکوونکی د هرات – اسلام قلعه په لویه لار له موټر ښکته کړی او وژلی یې دی.د هرات د امنیه قوماندانۍ له خوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلی، چې د بانک کارکوونکو د اسلام قلعه په ګمرک کې دنده لرله او د پنجشنبې په ماښام د ناپېژندو وسلوالو له خوا د کهسان ولسوالۍ د احمد آباد کلی کې د اسلام قلعه له بندر څخه هرات ښار ته پر لاره وژل شوی دی. بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین تائید کړې، چې هرات کې وژل شوی کسان د افغانستان بانک مامورین وو. نوموړی وایی: دغو کسانو د اسلام قلعه بندر کې دنده درلوده او د پولیسو له خبراوی پرته یې هرات ښار ته سفر کړی و چې د هرات د کهسان ولسوالۍ په احمدآباد سیمه کې د نامعلومو کسانو په برید کې وژل شوی دی. آرین زیاته کړه، د پیښې په تړاو یې تحقیقات پیل کړی دی.د یادونې ده چې د هرات ښار څخه د اسلام قلعه بندر ته د هرات د ګمرک له لېږد وروسته دغه ګمرک پر کارکوونکو څو ځله د هرات – اسلام قلعه په لویه لار د وسله والو طالبانو او ناپېژاندو وسلوالو برېدونه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید