روزنامه هیواد

وسله والو طالبانو د مزار – جوزجان پر لویه لاره تخریبی فعالیتونه ډېر کړیوسله وال طالبان د مزار- جوزجان پر لویه لاره له مسافرو او موتړ چلوونکو باج اخلی او د نفتی توکو د لېږد ټانکرو ته اور اچوی.

سپرلۍ او د مزار- جوزجان په لاره د باروړونکو لاریو او د تېلو ټانکر چلوونکی وایی: وسله وال طالبان وخت نا وخت دوی دروی او ځوروی یې.دوی وایی، چې وسله وال طالبان د مزار- جوزجان په لویه لاره له امنیتی پوستو سره په یو کیلو متر فاصله کې د تلاشۍ کمربندونه لری او وسله وال فعالیت کوی.د همدې لارې موتړچلوونکی خالد یولداش آزادۍ راډیو ته ویلی: وسله وال طالبان د امنیتی پوستو تر څنګ ګاډی دروی او له هغوی د وسلې په زور پیسې اخلی، د تېلو ټانکرې دروی او که باج ورنه کړی اور ور اچوی.اجمل اکبری د مزار- جوزجان په لویه لار د باروړونکو ګاډو چلوونکى دى وایی: وسله وال طالبان امنیتی پوستو ته څېرمه عمومی سړک ویجاړ کړی او موتړ چلوونکی دې ته اړ کوی چې له فرعی لارو چېرې چې وسله وال مخالفین واکمن دی، لاړ شی.ده زیاته کړه: په لویه لاره طالبانو عمومی سړک درې ځایه د بلدوزر په وسیله ویجاړ کړی او لارې یې مسدودې کړی ، دوی موږ اړ باسی چې پر فرعی سړکونو لاړ شو او هلته دوی له موږه باج اخلی.د بلخ امنیتی چارواکی وایی ، چې د مزار-جوزجان په لویه لاره د چهاربولک، نهرشاهی او بلخ ولسوالیو په مربوطاتو کې یې پوځی عملیات پیل کړی، چې په پایله کې یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوی.د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وایی چې پولیس د مزار- جوزجان په لویه لاره امنیتی بېزونه جوړوی.همداراز د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر جنرال ولی محمد احمدزى منی ، چې د مزار-جوزجان پر لویه لاره د وسله والو طالبانو حملې او تخریبی فعالیتونه ډېر شوی، خو وایی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ملی اردو په همدې مسیر کې له ۳۰ زیات وسله وال طالبان له منځه وړی.ښاغلی احمدزی وویل : غلو او هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړی ، چې د مزار-جوزجان پر لویه لاره غیر قانونی فعالیت و کړی.جنرال احمدزی وویل: له خلکو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه لارې ته غله یا هم هر څوک چې راوځی، دوی دې موږ په جریان کې پرېږدی، موږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې غیر قانونی او وسله وال فعالیت
و کړی، پولیس هم د بیزونو جوړلو په حال کې دی او ملی اردو ورسره همکاری کوی.د یادولو وړ ده چې وسله وال طالبان هم منی چې د مزار- جوزجان پر لویه لاره له موتړ چلوونکو پیسې اخلی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید