روزنامه هیواد

وزیرستانی کډوال له افغان حکومت او نړیوالو مرستو غوښتنه کوی

د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د ګلان کمپ مېشت وزیرستانی کډوال وایی، چې دوی ته په وخت سره مرستې او روغتیایی خدمتونه نه رسېږی.د کډوالو پر وینا، کوم خوراکی توکی ،چې دوی ته د نړیوال خوراکی پروګرام له خوا ورکړل شوی هغه هم بې کیفیته دی او ځینې ،چې پخوا ورکول کېدل اوس نه ورکول کېږی.په دغه کمپ کې د وزیرستانی کډوالو د شورا د مشر، ملک جمشید مسید په خبره خلک بې وسه دی، نو باید په دوامداره توګه ورته د خوراکی توکو او روغتیایی خدمتونه مرستې ورسېږی.د ښاغلی مسید پر وینا چې دوی له درېیو کلونو راپه دې خوا د اسنادو غوښتنه کوی، خو خبره یې څوک نه اوری.په ورته مهال په یاد کمپ کې د ښوونځیو مسوولین د زده کوونکو اساسی ستونزه له پنځم ټولګی پورته د زده کړو د امکاناتو نشتوالی یادوی او له حکومت په ځانګړی توګه یونیسېف څخه د درسی او نورو لازمو موادو د مرستې غوښتنه کوی.د ګلان کمپ ځوانان بیا له نړیوالو بنسټونو او افغان حکومت د کاری زمینې د برابرولو غوښته کوی او وایی، چې په دې سره به خپلو ځینو ستونزو ته د پای ټکی کېږدی.د خوست د کډوالو چارو ریاست چارواکی د کډوالو یادې ستونزې منی او وایی ،چې د حل په موخه یې خپلې هڅې پیل کړی دی، چې ډېر ژر به ورته رسېدنه وشی.د پاکستانی پوځ د ضرب عضب په نامه د عملیاتو له کبله چې د ۲۰۱۴م کال په نیمایی کې یې په وزیرستان کې تر سره کړل، زرګونه وزیرستانی کډوال د خیبر پښتونخوا د یو شمېر نورو سیمو سربیره د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته هم کډه شوې وې، چې ډېری هغه یې بېرته ستنې شوی، خو شاوخوا ۷ زره کورنۍ لا هم په په خوست کې مېشتې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید