روزنامه هیواد

وزارتونه دې په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدی ونیسی

د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرائیوی کمېټې غونډه چې په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رییس په مشرۍ جوړه شوې وه، لومړی د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د غونډې په اړه رپوټ وړاندې کړ او دغه غونډه یې بریالۍ وبلله. هغوی وویل: چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت اقدامات او اصلاحات وستایل او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو اوږدمهاله ژمنې یوځل بیا تازه کړې. د دې ترڅنګ بهرنیو چارو وزارت مسوولینو وویل، چې له افغان سولې د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم بله ستره لاسته راوړنه وه، چې پر وینا یې د جینوا کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغان سولې ملاتړ وکړ. همدارنګه د اقتصاد وزارت له لوری په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخې، فرصتونه او ننګونې، تر عنوان لاندې د غونډې په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دغه غونډه هم د افغانستان له تمې سره سمه جوړه شوه. په دې غونډه کې دغه راز د افغانستان د ټولنیزو تحولاتو، فرصتونو او د جینوا کنفرانس کې د ژمنو په تعقیب هم خبرې وشوې. اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له اړونده ادارو مننه وکړه، چې د جینوا کنفرانس او ورسره د نورو غونډو د بریالیتوب لپاره یې هڅې کړې دی. هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې اصلاحات تعقیب او د نورو اصلاحاتو د رامنځته کېدو په اړه جدی همکاری وکړی. اجرائیه رییس وویل، چې ټول وزارتونه باید په خپلو پروژو کې د تلپاتې پراختیا موخې جدی ونیسی او په راتلونکی کال کې هیله ده چې افغانستان په دې برخه کې لا ډېر اساسی ګامونه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید