روزنامه هیواد

وروستیو سېلابونو په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسانو مړه کړی

افغان چارواکی وایی: هڅه کوی چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو مخه ونیسی او زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ورسوی.د افغانستان طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایی: د وری له اتمې تر اوسه په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳۴ کسان د سېلابونو له امله مړه شوی دی.د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدری پرون آزادۍ راډیو ته ویلی، چې زیانمنو شویو سیمو ته اړینې مرستې هم رسېدلې.دی وایی:(( نن ورځ تلفات زیات شوی، د وژل شویو کسانو شمېره ۱۳۴ ته رسېدلې، د ۳۸ کسانو د لادرکه کېدو راپور ورکړل شوی، ۶۱ ټپیان شوی، ۴۶۴۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی، ۵۹۲۴ په قسمی ډول ویجاړ شوی او د مرستې رسونې پروسه روانه ده.))په تېرو څو ورځو کې په هرات، کابل، بدخشان، بادغېس، پروان، غور ،کندز، دایکنډی، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو خلکو ته زیانونه اړولی.بل‌خوا چارواکی وایی: د وروستیو بارانونو د ورښت له امله، په کابل ښار کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوی او څه باندې ۲۰ کورونه ویجاړ شوی.د افغانستان د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی ټیمونه له یوې خوا د زیانمنو شویو سروې کوی او له بلې‌خوا هغوی ته بېړنۍ مرستې رسوی، خو د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکی وایی:لا هم ورته کافی مرستې نه‌دی رسېدلی.د کابل دوو اوسېدونکو وایی:(( نوم مې ببرک دی، ټوله شپه موږ د سېند پر غاړه تېره کړې، هېچ‌چا مرسته نه‌ده کړې، د ارګ په څو مترۍ کې موږ ته لا مرستې نه‌دی رسېدلی.))(( نوم مې منګل دی، تېرو څو ورځو کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، د سېند اوبه هم کورونو ته راځی، تر اوسه مرستې هم نه‌دی رسېدلی، بې‌وزله خلک دی او تر اوسه‌یې کډې هم نه‌دی ایستلی.))همدارنګه د یو شمېر نورو ولایتونو خلک هم له ورته ستونزې سر ټکوی.د کندوز دوه اوسېدونکی امیرګل او بشېر وایی:(( ورښتونو موږ ته نه کور پرېښی ، نه کښت، ګڼو ستونزو سره مخ یو، دولت هم توجه نه‌کوی، چې موږ سره مرسته وکړی او سرپنا راکړی.))(( زموږ خوا ته اوبه راغلی خلکو ته ډېر زیانونه رسېدلی، ۲۰-۳۰ کورونه ویجاړ
شوی، خو دولت تر اوسه هېڅ مرسته نه‌ده کړې.))چارواکو هغو کسانو ته چې د سېلابونو په لارو کې مېشت دی سپارښتنه کړې ،چې د خپل خوندیتوب لپاره دې له نږدې حکومتی ادارو او ځایی مشرانو سره په تماس کې شی.  راپور: ناجیه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید