روزنامه هیواد

وروستیو جګړو په هلمند او کندهار کې ۱۱۲۵۰کورنۍ بېځایه کړې

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایی، په هلمند او کندهار کې د وروستیو جګړو له امله ۱۱۲۵۰کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوی.د یاد وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر پرون امریکا غږ ته ویل، چې په هلمند کې د وروستیو جګړو له امله ۷۲۵۰ کورنۍ د جګړو له امله د هلمند مرکز لښکرګاه ته کډوال شوی دی.نوموړی زیاته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت د مرستندویه موسسو په مرسته د بېځایه شوو کډوالو لپاره یو کمپ چمتو کړی دی.ده وویل، چې د پاتې بېځایه شویو کډوالو سروې هم روانه ده، چې پر وینا یې د یاد وزارت او موسساتو له خوا به مرستې ورسره وشی.د کډوالو او ستنېدو چارو وزارت د ویاند مرستیال همدارنګه زیاته کړه، چې د هلمند په ګاونډ کندهار ولایت کې هم د وروستیو جګړو له امله ۴۰۰۰ زره کورنۍ بېځایه شوی دی.د نوموړی پر وینا د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۰۰ یې د کندهار په میوند او پاتې ۲۰۰۰ نور په ارغنداب ولسوالۍ کې بېځایه شوی دی.ښاغلی باهر وویل ،چې د ارغنداب ولسوالۍ له ۱۳ کلیو څخه په مکمل ډول کورنۍ د یادې ولسوالۍ مرکز او کندهار ښار ته کډوال شوی دی.نوموړی زیاته کړه : (( د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوی دی، له ۱۳ کلیو څخه په مکمل ډول خلک بېځایه شوی دی، د ولسوالۍ مرکز او کندهار ښار ته راغلی دی،دوی د طالبانو د بریدونو له امله سیمه پرېښې ده.))ده وویل، چې د دوی وزارت په کندهار کې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د مرستې رسولو بهیر پیل کړی، خو پر وینا یې په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې دوام بېځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید