روزنامه هیواد

وروستیو جګړو سل زره افغانان بې کوره کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا ((اوچا)) وایی: د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۰۰زره کسان د جګړو له امله بېځایه شوی دی.اوچا پرون ویلی، چې یاد کسان د جګړو او فقر له امله بېځایه شوی او په خبره یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خواره شوی دی.د راپور په اساس دغه کسان په کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات، بادغېس، غور، ارزګان،ننګرهار، کونړ، لغمان، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو کې بېځایه شوی دی.اوچا زیاته کړې ،چې د بېځایه شوو کسانو ۲۰ سلنه یې نارینه، ۲۱ سلنې ښځې او پاتې ۵۹ سلنه یې ماشومان جوړوی.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر همدارنګه ویلی ،چې په دغه موده کې ۳۶۱۰۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۸۰۰ یې له پاکستان څخه هم خپل هېواد ته ستانه شوی دی.دا په داسې حال کې ده ،چې په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د جګړو راپورونه ورکول کېږی.د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتی سلاکار عبدالباسط انصاری پرون امریکا غږ ته ویلی، چې د دوی د معلوماتو په اساس په تیرو دوو میاشتو کې په کندهار، بغلان، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د جګړو له امله ۸زره کورنۍ بېځایه شوی دی.نوموړی زیاته کړه چې دوی د نورو خیره بنسټونو په همکارۍ زرګونو کورنیو ته مرستې رسولی او پر وینا یې هڅه کوی چې پاتې بېځایه شوو کورنیو ته هم بشری مرستې ورسوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید