روزنامه هیواد

وروستیو ترهګریزو بریدونو، افغان حکومت یرغلیز حالت ته اړ کړ

د طالبانو او ترهګرو وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو سره نوره د افغان حکومت د صبر کاسه ډکه شوې ده، له کله راهیسې، چې د سولې لپاره د امریکا او طالبانو خبرې روانې وې او بیا دوې میاشتې وړاندې هغوی د سولې راوستو لپاره تړون لاسلیک کړ، نو افغان حکومت له خپلو ټولو ځواکونو غوښتنه وکړه، چې اوربند وکړی او په دفاعی حالت کې واوسی، خو له بده مرغه چې طالبانو او ورسره نورو ترهګریزو ډلو د دښمن په امر، اوربند ونه مانه او نه یې هم د سولې پر تړون عمل وکړ، بیا هم افغان حکومت د طالبانو زر تنه زندانیان د دې لپاره خوشی کړل، چې ګنې سوله به وشی او طالبان به دې ته غړه کېږدی، خو بیا هم طالبانو رحم ونه کړ، وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو سره، طالبان او نورې ترهګرې ډلې نور د ترحم وړ نه دی او دوی ثابته کړه، چې سولې ته هېڅ اراده نه لری او د دې لپاره په خپلواکه توګه نه شی را وړاندې کېدای، په کابل، ننګرهار او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د دې ډلو خونړیو او ترهګریزو بریدونو د سولې لپاره په لاس راغلی فرصت وننګاوه، کله چې د افغان حکومت له خوا د اوربند او دفاعی حالت په غوره کېدا او غځېدا سره دښمن لا نوره هم ګټه وکړه، نو د سولې لپاره هیلې هم ورسره پر اوبو لاهو شوې، اوس افغان حکومت ته بله لاره پاتې نده، خو پر طالبانو به د پوځی فشارونو له لارې سوله ومنی او له جګړې به یې زړه توری کړی! یوځل بیا افغان ولسمشراشرف غنی د هېواد له ملی دفاعی ځواکونو وغوښتل چې وسله والو طالبانو ته خپل زور یا قوت وروښیی.

د روانې اوونۍ له درېـیو خونړیو بریدونو وروسته دا دوهم ځل دی چې افغان ولسمشر پر خپلو ځواکونو ورته امر کوی، ښاغلی غنی افغان کومانډو ځواک ته د وینا پرمهال د سولې لپاره د حکومت پر ژمنه هم ټینګار وکړ. په کابل، ننګرهار او پکتیا کې د دې اوونۍ له خونړیو بریدونو وروسته چې لسګونه کسان یې شهیدان او ټپیان کړل ولسمشر اشرف غنی یو ځل بیا افغان ځواکونو ته امر وکړ چې خپلې تورې له تیکی راوباسی او طالبان د جګړې په زور سولې ته اړ کړی. ښاغلی غنی د غویی په ۲۵مه په کابل کې د ځانګړو عملیاتو د کومانډو په قول اردو کې د وینا پرمهال له ملی دفاعی ځواکونو وغوښتل چې د هېواد دښمنانو ته خپل قوت وروښیی. هغه زیاته کړه: (( نن بیا دې اړتیا ده چې خپل پټ ځواک یعنې خپله توره له تیکې راوباسئ، هغه ورځ ده چې د افغانستان دښمن د افغان کومانډو د ځانګړی ځواک قوت ووینی.)) له ولسمشره د همداسې حالت غوره کولو غوښتنه هم کېده، او کله چې طالبانو په روژه میاشت کې هم د اوربند ملی او نړیوالې غوښتنې په بیا بیا رد کړې او په ځای یې پر بې دفاع او بې ګناه وګړیو ترهګریزو بریدونو ته زور وکړ،نو باید افغان ځواکونه له دفاعی حالته ووزی او پر طالبانو او ورسره نورو ترهګریزو ډلو یرغلیز حلات غوره کړی. که څه هم طالبانو د سې شنبې په ورځ د کابل په دشت برچی سیمه کې پر یوه زیږنتون او د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د یوې جنازې پر مراسمو په بریدونو کې لاس لرل رد کړی،خو په هېڅ توګه له دې تېښته نه شی کولی، همدا د طالبانو جګړه او مخالفت دی، چې ورسره په څنګ کې یې نورې ترهګرې ډلې هم داسې بریدونه کوی، نو افغان ولسمشر د دوی له دغو بریدونو ورسته اړ شو، چې د بې ګناه وګړیو غچ اخیستلو لپاره د فعال دفاعی حالت پای ته رسېدل اعلام کړی. وړمه ورځ پنجشنبې هم په ګردېز ښار کې پوځی محکمې او مستوفیت ته څېرمه طالبانو بل موټربم بریدو وکړ او بیا یې په ډېره سپین سترګۍ د دغه بریدمسوولیت هم ومانه. نو اوس ښه مالومه شوه، چې د سولې لپاره څوک اراده لری او څوک یې نه لری، خو بیا هم وخت شته، طالبان باید له امریکا سره پر کړې ژمنه ودرېږی، لومړی ارکم پراخه کړی، چې پر بشپړ اوربند بدل شی، بیا د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شی، که دوی د سولې اراده لری او یا هم د دې واک او اختیار ورسره وی، نو باید ولس ته ځان ښکاره کړی، خو له دې پرته به ځپل کېږی. ولسمشر غنی هم له یوې خوا طالبانو ته د سختو بریدونو خبرداری ورکړ او له بلې خوا یې یوځل بیا د سولې په برخه کې د حکومت پر ژمنه ټینګار وکړ. هغه وویل:(( زه له همدې ځایه ورته وایم چې دلته وګورئ دا ټول زمریان دی او دوی ټول چمتو دی، خو زموږ هدف د سولې لپاره د شرایطو برابرول دی. موږ له سولې نه په شا کېږو او دا مو هدف دی.)) دلته اوس امریکا او د افغان حکومت نور متحدین هم باید د طالبانو پر دغه ترهګریز حالت او د هغوی له خوا د سولې لپاره د هېڅ یوې پرېکړې نه منلو ته پام وکړی او پر دې ډلو او د دې ډلو تر شا ولاړو هېوادونو فشارونه راوړی، چې په افغانستان کې سولې ته غاړه کېږدی، له دې پرته له طالب او ترهګرو ډلو د سولې هېڅ تمه کېدای نه شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید