روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

واک او اقتدار ته رسېدل د ملت په ارادو پورې تړاو لری

په افغانستان کې سوله او ثبات د ملت ستره غوښتنه ده او دا غوښتنه د افغان حکومت په استازیتوب په ملی او نړیواله کچه مطرحه شوې ده، له نېکه مرغه نړیواله او اروپایی ټولنه هم د افغان ولس دا ستره غوښتنه مهمه بولی او د سولې راوستو لپاره یې د ملت د دې غوښتنې ننګه او درناوی کړی دی. پر همدې بنسټ که طالبان ځانونه پر دغه ملت پورې تړلی بولی او دا فکر او روحیه ورسره وی، چې هغوی د دغه ملت او دې خاورې بچیان وی، نو د ملت دا غوښتنه دې ومنی او د سولې لپاره دې چمتو شی، دغه راز طالبان اړ دی، چې د خپل ملت د سولې او ثبات لپاره پردۍ جګړه بس کړی او د هېواد په آبادۍ او سوکالۍ کې خپله ونډه ادا کړی.

خو که طالبان او یا هم کومه هره بله ډله غواړی، چې واک تر لاسه کړی او اقتدار ته ورسېږی، نو بیا هم اړ دی، چې د ملت رایې خپلولو لپاره ملا وتړی او ملت ته رجوع وکړی. کله چې ملت د هغوی طرحه خوښه کړه او د باور وړ وی، نو بیا یې د خپل مشر په توګه ټاکی او قدرت ورسپاری. له نېکه مرغه د دې لپاره قوانین شته او رسمی فعالیتونه هم د یوه نظام په چوکاټ کې روان دی، چې د افغانستان اسلامی جمهوریت ورته وایی او یا هم اوسنی نظام بلل کېږی، یعنې دا د ولس نظام دی، نړیواله ټولنه هم همدا نظام غوره بولی او ملاتړ یې کوی. افغان ولس په نړیواله ټولنه کې د یوه ملت په توګه پېژندل شوی او د دغه ملت د ادارې او ملی ګټو خوندی کولو لپاره یې جمهوری نظام پرې واکمن کړی چې بیا هم ولس د قانونی دورې په تېرېدا سره راټولېږی او د خپل نظام لپاره له سره ټاکنو ته درومی او بل مشر ټاکی.

ګوندونه او آن طالبان هم کولی شی، چې په دې پروسه کې ګډون وکړی او د واک تر لاسه کولو لپاره ولس ته مراجعه وکړی. افغان حکومت هم په ټول وس د ولس دغه باور ساتی او هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړی، چې د ملت دغه نظام ته کوم ګواښ ورسوی. طالبان که په جګړه کې دی، زیان وینی او د ملت او هېواد خوندی ساتلو لپاره کورنی ځواکونه او نورې قانونی ادارې فعالیت کوی. دا دریځ بیا هم ولسمشر محمد اشرف غنی پرون شنبې (د کب ۱۶مه) د ملی شورا د ۱۷مې دورې د درېیم تقنینی کال پرانېست غونډې ته په وینا کې بیان کړ او ویې وېیل چې د سولې راتګ ته چې ملی یووالی په کې نغښتی وی، هر ډول فداکارۍ ته حاضر دی. ولسمشر محمد اشرف غنی وایی د سولې بې تدبیره هوکړه نه یوازې دا چې په افغانستان کې ثبات نه شی راوستلی، بلکې د یوې بلې جګړې او ماتې سبب کېدلی شی. ده ووېیل چې سوله یې هیله نه، بلکې هدف دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره افغان حکومت پلان لری. هغه زیاته کړه: افغانستان ته د نورو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځی، بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځی.

ولسمشر دغه راز پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصی غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د دوی خبرې دې واوری. محمد اشرف غنی یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واک به له قانونی لارې خپل ځای ناستی ته پرېږدی، چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندی وساتل شی.

د ښاغلی غنی خبره سمه او پر ځای ده،چې افغانستان یو ولسواک نظام لری چې د خلکو په رایه انتخاب شوی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د اساسی قانون پر اساس او د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږی.

د افغان ولسمشر دا دریځ په داسې حال کې بیانېږی، چې تېره اوونۍ کابل ته د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی تر سفر وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګنې امریکا د سولې لپاره د مشارکتی نظام طرحه راوړې ده او د دې تر څنګ یو شمېر ډلو ټپلو مشرانو پاکستان ته سفرونه کړی او له هغه ځایه یې په افغانستان کې د نظام پرضد هڅو ته زور ورکړی دی. دا ټولې هڅې په تېر کې هم ناکامې شوې دی، که څوک د ولس پر ارادو یا د ولس له ملاتړه برخمن دریځ ونه لری، نو په خپلو دغو هڅو کې به ناکام وی، تجربو ښکاره کړې، چې په دې کې نه د ملت خیر شته او نه هم د هېواد، بلکې ټول باید له پردیو او شخصی ګټو تېر شی، ملت ته مراجعه وکړی او د ملی ګټو پر بنسټ سیاست وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید