روزنامه هیواد

واشګټن پوست: امریکا نشی کولای له افغانستانه ووځی

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د راتلونکی په اړه یوه مقاله خپره کړی .واشنګټن پوست د متحدو ایالتونو حکومت ته خبرداری ورکوی ،چې د راتلونکی په اړه فکر وکړی.واشګتن پوست زیاتوی، بیا به په افغانستان کې د افراطی ډلو لپاره د روزنې زمینه برابروی او هلته ترهګر خوندی پټنځایونه جوړوی.واشګټن پوست په افغانستان کې د پاکستان او روسیې رول او نفوذ هم په ګوته کوی.واشګټن پوست وایی : موږ دې پایلې ته رسیدلی یو، چې امریکا نشی کولی له افغانستان څخه ووځی.په افغانستان کې د متحدو ایالتونو سرتیری ۶۰۰۰ ته راکم شوی.د فبروری د موافقې پراساس، متحدو ایالتونو ویلی، چې د امریکا ټول سرتیری به د ۲۰۲۱ م کال په نیمایی کې له تروریزم سره په مبارزه کې د طالبانو د تضمینونو په بدل کې له افغانستان څخه ووځی.د تړون لومړی پړاو پای ته رسیدو سره، هرڅوک اوس راتلونکو ګامونو ته انتظار باسی.په افغانستان کې د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې ټوېټ کړی، چې د تاوتریخوالی کمولو ، د بندیانو د تبادلې پروسې بشپړول او د تړون په دوهم پړاو کې د افغانانو تر منځ د خبرو پیلول او داسې نور شرایط پوره کول مهم دی.د خلیل زاد له ټوېټ څخه لږ وروسته د طالبانو د خبرو په ډله کې د بدلون خبر اعلام شو.شنونکی په دې باور دی ،چې دا د افغان حکومت مشرانو سره د خبرو پیل لپاره ښه خبر کېدای شی، او له بلې خوا دا ښیې چې طالبان د تړون د دوهم پړاو په اړه څومره جدی دی.د راپورونو له مخې، طالبانو ۳۰ کلن ملا محمد یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکی ملا محمد عمر زوی د دوی د خبرو په ډله کې شامل کړی دی.لیکوال د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمینځ د فبرورۍ تړون ته اشاره کړې او دا یې په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو مهم فرصت بولی.د سولې په اړه نظرونه سره توپیر لری له زیاتو هیلو سره سره ، اندیښنه هم شتون لری.د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ملکی وګړی د اوربند غوښتنه کوی، دا هغه غوښتنه ده چې څرګنده نه ده چې کله به پلی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید