روزنامه هیواد

هېچاته اجازه نه ورکوو چې له افغان خاورې د ګاونډیو پر ضد ګټه واخلی

عبدالله عبدالله وایی: افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.د ملی روغې جوړې عالی شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې پرون یې د پاکستان د ستراتیژېکو مطالعاتو په انستېتیوت کې خبرې کولې وویل: د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او تر څنګ یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه مبارزه جاری ساتی.د ښاغلی عبدالله په خبره افغان حکومت یواځې په افغانستان نه، بلکې په ټوله سیمه کې د سولې او دایمی ثبات غوښتونکی او ملاتړی دی.د ښاغلی عبدالله په خبره، هېچاته اجازه نه ورکوی ،چې له افغان خاورې څخه د ګاونډیو پر ضد ګټه واخلی.ده د خپلو خبرو پر دوام ویلی: د طالبانو د مذاکرااتی ټیم مشر ملا عبدالغنی برادر ته یې مخامخ ویلی چې افغان جګړې ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږدی.د ملی روغې جوړې عالی شورا رییس ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شی او د دوی او طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید په پوره حوصله مندۍ سره مخته لاړې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید