روزنامه هیواد

هېڅ راز ترهګریز بریدونه مو له خپل هوډه نه شی اړولى

له ډېرې مودې را هیسې د افغانانو تاریخی او قسم خوړلی دښمنان د غیور او پیاوړی ملت د سر پر کسانو، پر بېلابېلو تاریخی، فرهنګی، ملی او نورو غونډو او جشنونو ترهګریز بریدونه کوی، په دې لړ کې له جوماته نیولې د غم او ښادۍ پر غونډو او ملی جشنونو ترهګر بریدونه کېږی، په کندهار او هلمند کې تېره ورځ یوځل بیا ورته بریدونه وشول. د دښمن په لمسون د کندهار ښار د شپږمی حوزې اړوند د سرې جامع جومات سیمه کې په ولسی جرګه کې د ارزګان پر پخوانی استازی عبیدالله بارکزی وشو، دى د دښمن د کسانو له خوا په ډزو شهید کړاى شو. شهید بارکزى دوې دورې په ولسی جرگه کې د ارزګان استازی او په دویمه دوره کې د همدې جرګې دشکایتونو د اورېدنې او د وکیلانو د امتیازاتو او مصؤنیت دکمېسون رییس و. دى په تېرو ټاکنو کې یوځل بیا له کابله دې جرګې ته کاندید و خو د ټاکنو کمېسیون په ابتدایی لېست کې بریالی نه شو. دوه کاله وړاندې. په هلمند کې هم  د ولاىت په مرکز لشکرګاه کې په سپورټی لوبغالی کې د بزګر د جشن پر مراسمو برید وشو، دا برید د افغانانو پر ملی عنعنوی جشن شوى، چې هېڅ کوم پوځی اړخ نه لری، په دغه برید کې ۳ تنه شهیدان شوی او ګڼ نور ژوبل شوی دی. په لومړنىو راپورونو کې وىل شوی چې ۳ تنه شهیدان شوی او ۳۱ نور ژوبل دی، خو  وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر به تر دې زىاده وی. په ټپىانو کې د هلمند د ولایتی شورا مرستیال عبادالله علیزى، د سرحدی لیوا قومندان ظاهرګل مقبل، د کرنې رییس زلمى الکو او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ شامل دی.مخکې دا هم وىل شوی وو چې د هلمند والی تورن جنرال انجنىر ىاسىن برسېرن ټپی شوى خو والی دا ادعا رد کړه. څه باندې ىو کال پخوا هم د لښکرګاه پر لوبغالی ترورىستی برىدونه شوى وو چې له کبله ىې ىو شمېر ورزشکاران او د سپورت نندارچىان شهىدان او ژوبل شول. پرونی ترهګریز بریدونه په پراخه کچه سخت وغندل شول، افغان حکومت دا بریدونه په سختو ټکو غندی او دا د هغه دښمن برید دى، چې پر افغانانو یې پرمختګ او خوښۍ نه لورېږی. ولسمشر غنی د بریدونو د غندلو په ترڅ کې زیاته کړې : (( ترورېستان چې د خلکو د خوښۍ، روښانه راتلونکی او پرمختګ دښمنان دی، د وحشت په خپرولو سره د خلکو پر استازیو، ملکی تاسیساتو، غونډو او مناسبتونو حمله کوی.)) په کابل کې هم ورته برید د سخی کارتې د سخی صاحب په زیارت کې د جنډۍ پورته کولو پر مراسمو وشو، دواړه بریدونه د مخکې ځاى پر ځاى شویو ماینونو او چادېدونکیو موادو پر مټ شوی دی. یعنې دښمن له وخته په دغو سیمو کې چاودېدونکی مواد ځاى پر ځاى کړی وو، دا د دښمن نفوذی کسان دی، چې هر وخت بریدونو ته تیار دی، د دغو ځاى پر ځاى شویو کسانو نیول، په نښه کول او له منځه وړل، د افغان حکومت په تېره بیا د پټڅارې ادارې تر ټولو ستر مسوولیت دى. د دښمن کسان په پوځی او ملکی ادارو کې هم ځاى پر ځاى شوی او آن هېڅ پرې شک هم نه کېږی، دا نفوذی کسان په ډېره سختۍ سره پېژندل کېږی، دا د استخباراتو کار او ستر لومړیتوب دى. د دغو بریدونو مخنیوى یوازې پر غندنو نه کېږی، بلکې کار غواړی او دا کار باید هېڅ ستومانی ونه منی. د ملکی کسانو وژنې، د ملت پر مشرانو ،پر ملکی او ملی غونډو بریدونه په هېڅ توګه توجیه کېداى نه شی او نه هم افغانان دا ډول ډارن بریدونه له خپل هوډه په شا کولى شی! د وروستیو ترهګریزو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې شریک یو . الله پاک دې شهیدانو ته فردوس جنتونه ورکړی او ټپیانو ته دې الله پاک ژر ترژره روغتیا په نصیب کړی

ممکن است شما دوست داشته باشید