روزنامه هیواد

هېڅ ارزښت لرونکی شی په اسانۍ لاسته نه را ځی

هر انسان باید په خپل ژوند کې هدف ولری، داسې نه لکه د کرېکټ د توپ په څېر چې له هر بېټ سره مخ شی هماغسې ولوبېږی. دلته مطلب دا دی چې ځان باید خپل هدف ته ورسوو، که څه هم لارې یې ډېرې ستونزمنې وی، خو الله تعالی ژوند همداسې پیدا کړی چې د هرې ورځې په تېرېدو به له نویو ستونزو سره مخ کېږو او مسوولیت به مو لا ډېریږی. که دا مسوولیت هر څومره دروند شی، موږ ته په کار ده چې خپل هدف له پامه ونه غورځوو. دا معلومه خبره ده چې د هر هدف د لاسته راوړلو په بهیر کې زیاتې ستونزې موجودې وی. د دې تر څنګ پښتنو خپلو اولادونو ته داسې خبره پرېښې چې وایی: ((وسپنه چې څومره ټکېږی هومره پخېږی.))، نو خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ستونزې د انسان د پخېدو په معنا دی او د ژوند له نورو پېښو سره د مبارزې یو درس دی، نو باید خپل هدف ته د رسېدو لپاره له هر ډول ستونزو سره مقابله وشی؛ ځکه دا د دنیا دستور دی چې هر څوک د یو کار لپاره روا یا ناروا پرېکړه وکړی، جوخت ورسره یوشمېر خلک ملګری کېږی او په اندازه ورسره مخالفت کوی. دلته بیا هغه څوک بریالى دى چې صبر، استقامت او زغم ولری او د دې ځانګړنو خاوند خپل هدف ته ځان رسولی هم شی، خو که دا ځانګړنې ونه لری، بیا د الفت صیب خبره چې وایی: (( بې فکره عمل او بې عمله فکر انسان تر کومه ځایه نه شی رسولای.)) داسې خلک دې بیا د لوړو هدفونو او خوشحالیو فکر نه کوی، که یې وکړی ژوند به یې سرګردانه شی او هېڅ کله به د خوشحاله ژوند څښتن نه شی. هدف ته د رسېدو لپاره باید دې ټکو ته پاملرنه وشی.

هامیلتون هولت وایی: هېڅ ارزښت لرونکی شی په اسانۍ لاسته نه راځی، ښو پایلو ته د رسېدو لپاره یوازېنۍ لاره پرله پسې کار او هڅې دی.

ناپلیون هیل وایی: کله چې له ماتې سره مخ شوې، نو هغې ماتې ته د نښې په شان وګوره چې ستا د تګ په لاره کې کومه نیمګړتیا وه.

فیرلس وایی: زما په نظر هدف ته د رسېدو لپاره یو فورمول دا دی:

– هغه کار چې خوښېږی مو، ډېره هڅه کول د هغه کار لپاره.

– له هرې موقع څخه ګټه اخیستل.

– له نورو همکاری غوښتل.

ادیسون وایی: د یوه ارزښت لرونکی هدف لپاره کار، هڅه او سالم عقل اړین دی.

ویلیام شکسپیر وایی:

ـ زه کار له هغه ځایه پیلوم چې نور یې پرېږدی.

ـ لوړې هیلې ناممکن ممکنوی.

ـ ژوند هېڅ امنه نقطه نه لری یوازې یو فرصت دی.

رابرت ګرین وایی: تل شجاع اوسه، شجاعت دې هېڅکله په ستونزو کې نه اچوی اما لوړ شجاعت دې له ستونزو خلاصوی. دې خبرو ته په کتو هر هغه څوک چې غواړی خپلو موخو ته ورسېږی او یا غواړی د پرمختګ په وړاندې خنډونه له منځه یوسی، یا په بشپړ ډول په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولی یوازې قوی هوډ ته اړتیا ده؛ خو شرط دا دی چې هغه هوډ ته به د عمل جامه ور اغوندی.    له نن څخه پیل وکړئ او سبا (راتلونکې) مو روښانه کړئ.

عاقله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید