روزنامه هیواد

هیلې مو ژوند ته ښکلا ورکوی

د ژوند ښکلا له ژوند څخه په خوند اخیستلو کې ډېره وی. له ژوند څخه خوند اخیستل یوازې په خوراک او څښاک کې نه وی؛ بلکې هغه خلک له ژونده ښه خوند اخیستلای شی، چې ښه اخلاق ولری.

ژوند ډېر ښکلی ؛ خو د روانو اوبو په څېر وی ، چې تېر شی بیا نه راځی؛ نو د ژوند هغه شیبې، چې زموږ په اختیار کې دی باید له لاسه ورنه کړو. له هرې شیبې څخه یې خوند واخلو او په خوښۍ سره یې تېرې کړو. که د ژوند په مانا ځان پوه کړو، نو ژوند به مو لا ښکلی شی. د ژوند په ښایست هغه خلک ښه پوهېدای شی، چې د ژوند اصول یې ښه مراعات کړی وی. همدارنګه که ژوند په خپلو اصولو مخکې ولاړ شی، خوند به یې لا پسې ډېر شی.له یو بل سره مرسته کول د ژوند له اصولو څخه دی، چې انسانان باید له یو بل سره مرسته وکړی. یو بل ته دروغ ونه وایی،له دوکې، خیانت ، غلا، رشوت څخه ځان وژغوری. د ژوند په اصولو کې دا هم راځی، چې یو انسان به له خپل ځانه سربېره د نورو د ښه ژوند په اړه هم فکر کوی او د نورو ګټې په پام کې نیسی. هغه خلک چې د ژوند اصول نه مراعاتوی، غلا ، دوکه او خیانت کوی، د یتیم مال خوری ، همدارنګه خلک یې له ضرر څخه په امان نه وی. دا خلک که څه هم په ژوند کې هر څه لری؛ خو دوی له ژونده  خوند نه شی اخیستلای او د تل لپاره یو ډول اندېښنه په زړه کې لری او د نا آرامۍ احساس کوی؛ ځکه مال او دولت په ژوند کې خوښی نه راولی. ډېر خلک ،چې په ژوند کې مال او پیسې هم لری، خو د خوشحالۍ احساس نه لری او ځان نا آرامه احساسوی او له خپل ژوند څخه خوند نه شی اخیستلای. له ژونده بېزار کېدل او په ژوند کې ناهیلې کېدل او له نورو سره بې دلیله بخیلی او کینې درلودل هغه لاملونه دی، چې ژوند له ستونزو سره مخ کوی او خلک د ژوند له ښکلا څخه لرې کوی. هغه خلک چې د ژوند په ښکلا ښه پوهېدای شی، چې د ژوند اصول یې پوره پاملرنه کوی، ښه اخلاق یې غوره کړی وی. خلکو ته یې ضرر نه وی رسولی. غلا یې نه وی کړې، له خیانت څخه یې ځان ژغورلی وی، له خپل ځان څخه پرته د نورو په اړه فکر کوی. له نورو سره مرسته کوی. بیا ، نو د ژوند ښکلا دې خلکو ته ښه معلومېدای شی او له څپل ژوند څخه خوند اخلی. په ژوند کې د هیلو درلودل ژوند ښکلی کوی. هر څوک په ژوند کې هیلې لری نو د پوره کولو هڅې یې کوی او د ښې راتلونکې په فکر کې وی که څوک داسې فکر کوی چې هیلې یې نه پوره کېږی ، نود دوی فکر غلط وی؛ ځکه د هرې هیلې پوره کېدل سخت دی؛ خو نا ممکنه نه دی. مخکې مو هم یادونه وکړه چې د ژوند ښکلا یوازې په خوړلو او څښلو کې نه ده نغښتې؛ بلکې د انسان په اخلاقو او کړنو پورې اړه لری. د ژوند ښکلا په دې کې ده، چې موږ یو له بل سره مرسته وکړو او د ژوند اصول تر پښو لاندې نه کړو. که یو انسان ښه اخلاق ولری، خلک یې له چلند څخه راضی وی. بیا ژوند د ده لپاره ښکلی دی او له خپل ژوند څخه خوند اخلی؛ نو ښه اخلاق درلودل او د ناوړو کړو پرېښودل د ژوند د ښکلا ستر لامل ګڼل کېدای شی.

شاهده ((نیازۍ))  د کابل پوهنتون د ژبو اوادبیاتو پوهنځی

د پښتو څانګې د درېیم ټولګی محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید