روزنامه هیواد

هنګری حکومت کابل ته د درېیو کډوالو کورنیو په شړلو کې پاتې راغی

هنګری چارواکی له دغه هېواده بېرته افغانستان ته د درېیو افغان کورنیو شړلو کې پاتې راغلى. د بشری حقونو فعالان په زور د کډوالو شړلو دغه چاره له نړیوال قانونه سر غړونه بولی.په اروپا کې د بشری حقونو محکمې لږ تر لږه د یوې کورنۍ قضیه کې مداخله کړې ده.د درېیو کورنیو له ډلې د دویمې کورنۍ مور ضعف کړی او روغتون ته استول شوې او درېیمې بیا د افغانستان پر ځای د هنګری ګاونډی هېواد سربیا ته استول کېدل منلی دی.فایدسز حکومت روانه میاشت کې د اروپایی پارلمان له ټاکنو مخکې د کډوالو په تړاو دغه سخت دریځ خپل کړی دی. سربیا ته د یوې کورنې شړل کېدو پر مهال د یوې کورنۍ مور په لوړ غږ هنګری چارواکو ته وویل:(( دا مې په ژوند کې تر ټولو ناوړه هېواد ولید. یوه ورځ به تاسې هم زموږ په څېر کډوال شئ او دا هر څه به مو در په یاد شی.))د څلورو ماشومانو یوې بلې کډوالې مور چې مېړه یې ورسره نه شته، له توقیف ځایه په یوه ویډیویی پیغام کې بی بی سی ته ویلی:(( موږ دغه هېواد ته په قانونی ډول راغلو، خو دوی په یوه کمپ کې ساتلی یو، اوس راته وایی چې یا بېرته افغانستان ته لاړ شئ او یا مو ګاونډی هېواد سربیا ته شړو. سربیا کې څوک زموږ منلو ته چمتو نه دی. هلته څنګه بېرته ستانه شو؟))د دغې ښځې د یوه ۱۷ کلن زوی دوې میاشتې مخکې د زړه جراحی عملیات شوی او دا هغه کورنۍ ده چې اروپایی محکمې یې د شړلو مخنیوی لپاره مداخله کړې او په موقت ډول یې د دې کورنۍ پاتې کېدو امر کړی.د دویمې کورنۍ ۳۵ کلنه امیندوارې مور هغه مهال ضعف وکړ، چې پولیس یې د بیولو لپاره ورغلل.

نوموړې په امبولانس کې روغتون ته ولېږل شوه او مېړه ته یې له درېیو نورو ماشومانو سره د هنګری او سربیا تر منځ د پولې ټرانزیټ مرکز کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه.دوی د چهارشنبې په ورځ بوداپیست هوایی هوایی ډګر کې افغانستان ته تلونکې الوتکې ته د ورتلو پر ځای د سربیا له پولې واوښتل.درېیمې کورنۍ له مخکې افغانستان ته د تلو پر ځای سربیا ته د شړل کېدو پرېکړه کړې وه.مېړه، ښځه او څلور ماشومان یې د شپې په تیاره کې د هنګری زندان یوه بس کې د پوله ساتو ځواکونو بدرګه کې د سربیا تر پولې ورسول شول.خبریالانو او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سی ار مسوولین د دغه بهیر عینی شاهدان وو.د سویډن او جرمنی په ګډون یو شمېر اروپایی هېوادونو د بشری حقونو فعالانو له احتجاجونو سره هم هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړلی، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوی دی.د هنګری قضیه ځکه ځانګړې ده، چې دغو ۱۶ کسانو تر دوو کلونو پورې په قانونی توګه هنګری ته د ننوتلو لپاره د سربیا کمپونو کې انتظار کاوه.هنګری هره ورځ یوازې دوو غوښتنلیکونو ته اجازه ورکوی. هیلسنکی کې د بشری حقونو کمېټې اندریاس لیدیر،چې دغه درې قضیې یې د بشری حقونو اروپایی محکمه کې وړاندې کړې وایی:(( هنګری هېڅکله د قابلیت پر بنسټ د پناه غوښتنلیکونه نه دی ارزولی.))د هنګری کډوالو او پناه غوښتنې چارو دفتر ټول ۱۶ غوښتنلیکونه د نه منلو وړ شرایطو پر بنسټ رد کړل.د سخت قانون له مخې، چې ۲۰۱۸ م کال کې د هنګری پارلمان تائید کړ، هر هغه کډوال چې د سربیا غوندې له یوې خوندی هېواده تېرېږی، د پناه غوښتنلیک یې په اتومات ډول ردېږی.د بشری حقونو فعالان او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې چارواکی دا له نړیوالو او هنګری قوانینو سرغړونه بولی.پناه غوښتونکو ویلی، د پناه غوښتنلیکونو له رد کېدو وروسته هنګری چارواکو له خوړو او درملو هم محروم کړل.که څه هم د دغې ادعا تائید ممکن نه و، خو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو بشری حقونو دفتر پر هنګری چارواکو تور پورې کړ، چې د پناه غوښتنلیکونو له ردولو وروسته یې ۲۱ کسانو ته د خوړو له ورکولو انکار کړی دی.د هنګری کورنیو چارو وزارت او د پناه غوښتنې او کډوالو دفتر په دې تړاو د بی بی سی له لوری د غبرګون څرګندولو غوښتنه بې ځوابه پرېښوده.بل لور ته ټرانزیټ زون ته څېرمه د حکومت له خوا بلل شوې خبری غونډه له هغه وروسته لغو شوه چې معلومه شوه کابل ته به د کډوالو لېږلو بهیر بریالی نه شی.کابل ته له بوداپیست نه د دغو ۱۶ کډوالو لېږل له فرونټکس سره په شریکه د هنګری حکومت لومړۍ هڅه وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید