روزنامه هیواد

هنټر:د امریکایی پوځیانو د وتلو پرېکړه د افغانستان راتلونکى حکومت کولى شی

په ملګروملتو کې د امرىکا د استازولۍ پلاوی همږغوونکى (کواردهنټر) وایی: له طالبانو سره په خبرو کې د امرىکایى پوځىانو د وتلو په اړه هېڅ راز موافقه نه ده شوې، ځکه چې دا مسئله د افغانستان له راتلونکی حکومت سره تړلې ده.

رادنی هنټر په قطر کې د طالبانو له استازیو سره د زلمی خلىلزاد خبرو ته په اشارې ووىل چې امرىکاىانو په دې خبرو کې له طالبانو سره کومه موافقه نه ده کړې.

ده ټىنګار وکړ چې په دې اړه پرېکړه د افغانستان راتلونکى حکومت چې د سولې د موافقې په نتىجه کې رامنځته کېږی، کولى شی.

په ملګروملتو کې د امرىکا د استازولۍ پلاوی مشر ووىل: واشنګټن به ژر د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد د حملو نه کولو په اړه د طالبانو د ژمنې د مسودې متن نهایی کړی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر د دفتر وىندوى سُهىل شاهىن په وروستىو ورځو کې په ىوه مرکه کې ووىل چې د قطر په راتلونکې (اووم) پړاو خبرو کې به پر دوو مسئلو، چې ىوه ىې له افغانستانه د امرىکایی پوځىانو د وتلو مهالوېش دى، وروستۍ موافقه وشی.

شاهىن د قطر په خبرو کې د امرىکایی پوځىانو پر وتلو جوړجاړى د دې خبرو تر ټولو د لوى پرمختګ مثال بللى و.

خو هنټر د چهارشنبې په ورځ (دجون ۱۹مه) د امرىکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د ابهام په اړه په امنىت شورا کې د هند د استازی له انتقاده وروسته د ملګروملتو امنىت شورا ته ووىل: امرىکا طالبانو ته وىلی چې په افغانستان کې د خپلو پوځىانو شمېر کموی:«امرىکا طالبانو ته په زغرده وىلی چې موږ تىار ىو، چې د خپلو پوځىانو شمېر کم کړو؛ خو دا مو نه ده منلې چې د ټولو ځواکونو د اېستلو لپاره مهالوېش ټاکو.»

ممکن است شما دوست داشته باشید