روزنامه هیواد

هنـد د سږ کـال لپـاره خپـله دفـاعی بـودیـجه ۸ سـلنه زیاتـه کـړه

د نرىندرا مودی په مشرۍ د هند نوی پارلمان د ۴۴۲ میلىارده ډالرو بودىجه وړاندې کړه او پوځی سکټور ته ىې په کې ۸ سلنه بودىجه هم ورزىاته کړه.د هند د مالىې وزىرې نرملا سىتارامن د بودىجې د اعلام پر مهال ووىل:  هند به په راروانو پنځو کلونو کې له امرىکا او چىن وروسته د نړۍ په کچه درېـىم ستر اقتصادی ځواک وی.د هند د سږنۍ بودىجې ځانګړنې دا دی چې دفاعی سکټور ته ىې ۸ سلنه بودىجه لوړه کړې ده، دغه راز د متقاعدىنو لپاره هم ځانګړې اندازه په کې زىاته شوې، د رافىل جنګی الوتکو او د اىس ۴۰۰ توغندىز سىسټم اخىستو لپاره هم په کې پیسې بېلې شوی او پر دفاعی وساىلو ګمرکی محصولات هم ختم کړاى شوی دى.نوموړې وىلی: د هند په اقتصادی وضعىت کې دېرش میلىارده ډالره ښه والى راغلى چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دا ګراف ۵۰ میلىارده ډالرو ته لوړ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید