روزنامه هیواد

هنری نندارې وړاندې کولو ته چمتو شوی دی

د ملی تیاتر کارکوونکې تمنا (( توانگر)) دملا محمد جان او عایشې ژوند لیک لیکلى ، همدارنګه ښځې ته کولاى شې (( زن تو میتوانى)) ټکرى دې آسمان دى(( چادرت آسمان است)) او دژوند تکیه گاه (( تکیه گاه زندگى)) په دغو ننداروکې دښځو شتون اوحضور غښتلى دى. آغلې تمنا په شعر ویلو کې پوره لاسرسى لری . دتیاتر ددغې لوبغاړې دشعر کتاب چاپ ته سپارل شوى چې په نږدې راتلونکې کې به دشعر مینوالو ته وړاندې شی.

هېواد ورځپاڼې له آغلې تمنا توانگر سره مرکه کړې ، چې خپرېږی.

پوښتنه: دملا محمد جان اوعایشې ژوند لیک له څه شی څخه بحث کوی؟

 ځواب: دملا محمدجان اوعایشې قصه د افغانستان له اصیل اوفلکلورى فرهنگ څخه شمېرل کېږی. ددغې قصې موخه ژمنې ته وفادارى ده، کله چې سړی ته ژوند خوږېږی ، نوباید ژوند ته ژمن او وفادار وی .عایشې یوه بله اشاره مذهب ته کړې ، څرنګه چې عایشې نذرانه منلې وه ، که چېرې خپلې هیلې ته ورسېږی ، مزارشریف ته به لاړه شی ، چېرته چې دحضرت على ( ک) زیارت دى، هلته به ځی او خپله نذرانه به ادا کوی.دغه تاریخی قصه اوداستان مالیکلى دٰى او د یاد داستان ننداره مې هم بشپړه کړې چې یو تکړه کارکوونکى به دغه ننداره وړاندې کړی.

 پوښتنه: د ښځې ته کولى شې (( زن تومیتوانى)) نندارې موخه څه ده؟

 ځواب: زه هره ننداره چې کارگردانی کوم ، هڅه کوم چې په کې دښځو شتون اوحضور پیاوړى ووینم اوهمداسې هره ننداره چې جوړوم په ښځو پورې تړاو پیدا کوی.زما لیکل شوې نندارې په ښځو پورې تړاو لری. زما (( ښځې ته کولى شې))  ننداره ښځو ته دا پیغام لری،چې هېڅکله خپله کمزوری مه منه، ځکه ستا کمزورتیا ستا د مرگ په مانا ده ، نو سره له  دغو کمزورتیاوو ته ددې توان لرې، چې له خپل ځاى څخه پاڅېږې او په ټولنه کې حضور ومومې.

پوښتنه : ټکرى دى آسمان دى
( چادرت آسمان است) ترسرلیک لاندې ستا د نندارې موخه څه ده؟.

ځواب: دغه ننداره یوه عاطفی ننداره ده چې دیوې ښځې د کورنۍ تریخ اوعاطفی ژوند  څرګندوی، خو ستا زوړ ټکرى دلوى آسمان غوندې ارزښت لری، ته ځان ته کمزورى نظرمه کوه اوله را ولاړو ستونزو سره مبارزه وکړه.

 پوښتنه:  دژوند تکیه گاه ( تکیه گاه زندگى) ننداره له څه بحث کوی؟

ځواب: زما دغه ننداره هم د دوو نورو نندارو په څېر ده چې دښځې حضور او شتون په کورنۍ کې انځوروی. چې په  کورنیو کې ښځې ځورول کېږی اوهم ورته څوک درناوى نه لری. دغه ښځه چې یوه مور ده اوله کورنۍ څخه بېلیږی ، دکورنۍ ټول غړی یې په نه شتون پوهېږی ، نوښځه دژوند تکیه گاه  ده، دکورنۍ غړی دکور دموریا ښځې پر دغه ارزښت پوهېږی او هغه بېرته کورنۍ ته راولی.

 پوښتنه: په ټوله کې دښځو شتون او حضور په ټولنه او ادارو کې څنګه دى؟

 ځواب: له نېکه مرغه د خوښۍ ځاى دى ، چې د څو کلونو په اوږدوکې دښځو حضور په سیاسی، اقتصادی، فرهنگی او ټولنیزو برخو کې غښتلى شوى دى، زه په دې اړه یوه بېلګه ښیم. هغه دا چې کله زه د ښکلو هنرونو پوهنځى ته بریالۍ شوم ، له ما پرته یوازې یوه محصله حاضره شوه چې په یاد شوې پوهنځی کې خپلې زده کړې پرمخ بوزی، خو په وروستیو کلونو کې دښکلو هنرونو دپوهنځی د جذب کچه لوړه شوه آن تردې چې نجونې له دغه پو هنځی څخه نورو پوهنځیوته ور پېژندل کېږی. د سیاست په برخه کې هم ښځینه له نارینه وو سره یوځاى لکه د یوې الوتکې ددوو وز رونو په څېر  د حرکت په حال کې دی.

 دې زیاته کړه: په کلیو او بانډو کې د نارینه سالارۍ د فرهنگ له امله ښځینه په ستم کې ژوند کوی . ښځینه باید په دې پوه شی او ټولنه د ښځو له شتونه پرته پرمخ نه شى تللى ،نو اړینه ده چې موږ د ښځو پر دنده او رول باندې پوه شو.

 پوښتنه: د خپلواکۍ ننداره څه ځانګړتیاوې لری؟

 ځواب:  دغه ننداره د افغانستان دخپلواکۍ د بېرته ګټلو دمشر ( امیر امان الله خان غازی) له ژوند څخه څرګندونې کوی،  امان الله خان یو ځوان اوخپلواک مشر اوله ډېرې هوښیارۍ او لوړې پوهې برخمن و.

ښاغلى جمیل (( خالقی)) دغه تاریخی ننداره لیکلې چې زما له خوا کارگردانی شوه، له نېکه مرغه  حفیظ (( بارز))او آغلې نسیمه
(( جلال)) دواړه وتوانېدل چې دآزادۍ په ننداره کې ښه وځلېږی. ښاغلى حفیظ ((بارز)) وتوانېده چې د غازی امان الله خان رول په ننداره کې په ښه توګه ولوبوی
پوښتنه: آیا تاسو له شعر ویلو اولیکلو سره هم بلدتیا لرئ، په دې اړه هم  رڼا واچوئ؟

ځواب: شعر ویل او لیکل داسې یو فن دی ، چې لیکونکى یې باید په اړه پوهه اومعلومات ولری، خو تیاتر داسې یو هنر دى ، چې له نورو مسلکونو څخهرنګ اخلی او دغو برخو ته
اړتیا لری. له همدې کبله ، شعر له تیاتر سره اړیکې لری.
هغه نندارې چې شاعرانه اړخونه لری، کېداى شی له هغو ګټه پورته
شی. نو زما دشعر کتاب دلسوکلونو په موده کې
لیکل شوى چې غزلونه،رباعی ګانې او دوه بیتی لری، چې په نږدې راتلونکې کې به خپور شی.

محبوب _نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید