روزنامه هیواد

هند یو واحد، ریښتینى آزاد او جمهوری افغانستان غواړی

د هند د لومړی وزیر دفتر په بیان کې ویلی چې لومړی وزیر نریندرا مودی تېره دوشنبې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره نیم ساعت د ټلېفون له لارې خبرې کړې دید هند د حکومت په بیان کې راغلی ،چې په دې خبرو کې د نورو مسایلو ترڅنگ، نریندرا مودی د افغانستان د آزادۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې یادونه هم کړې او ټینگار یې کړی چې هند به (( د یو واحد، امن، جمهوری او ریښتینی آزاد افغانستان )) لپاره پر خپلو ژمنو کلک ولاړ وی.دواړو مشرانو دېرش دقیقې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په هکله ښه بحث درلود او د سیمې د حالاتو په حواله مودی ویلی چې (( په سیمه کې د ځینو معینو مشرانو لخوا د هند خلاف تشدد پاروونکې او انتهایی پسنده لهجې، د سولې په گټه نه دی.))بیان زیاتوی: (( لومړی وزیر [مودی] له ترهگرۍ او تشدد څخه د پاکې سیمې او له سرحدونو څخه د اوښتونکې ترهگرۍ د بې استثنا مخنیوی پر اهمیت ټینگار وکړ.))د لومړی وزیر مودی دفتر ویلی، ده د هند دا ژمنه بیا تازه کړې چې هند له هر هغه چا سره چې پر دې لاره روان وی، له غریبۍ، بېسوادۍ، او مرضونو سره په مبارزې کې همکاری کوی.لومړی وزیر مودی او ولسمشر ټرمپ د هند او امریکا ترمنځ د تجارتی تعلقاتو پر پراخولو هم خبرې کړې دی.دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په کشمیر کې له هند سره د نښتې تر بریده رسېدلی او پاکستانی واکمنو له امریکا غوښتی، چې له هند سره یې پر کشمیر لانجه حل کړی. ولسمشر ټرمپ هم د پاکستان او هند پر لومړیو وزیرانو غږ کړى، چې د کشمیر مسئله حل او کړکېچ کم کړی، مودی دغه راز په نوی ډیلی کې د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره کتلی دی.مودی په دې لیدنه کې افغانانو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکی بیا هم ویلې او ټینګار یې کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمی ثبات،امنیت او سولې پلوی دی.حامد کرزی هم د دې لیدنې په اړه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې د هند له لومړی وزیره یې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې له مرستو مننه کړې ده.هند په سیمه کې د افغانستان ستر مرستندوی او ستراتیژیک ملګری بلل کېږی چې تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې ۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.دغه هېواد په داسې حال کې له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کړې چې دمګړۍ یې له پاکستان سره د کشمیر پر سر لانجه سخته شوې او پاکستان ویلی چې دا لانجه پر افغان سوله هم تاثیر کولی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید