روزنامه هیواد

هند په افغانستان کې د ګڼو پروژو د پلی کولو لپاره چمتووالى وښود

ولسمشرمحمداشرف غنی ته د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د پلازمېنه نوی ډىلی حىدرآباد ماڼۍ کې د هند لومړی وزىر نرىندرا مودی تود هرکلى وواىه او له جمهور رییس څخه ىې د بلنې د منلو او هند ته د رسمی سفر له امله مننه وکړه. د هېواد جمهوررییس د هند د لومړی وزىر د رسمی بلنې او د دغه هېواد د خلکو مېلمه پالنې څخه په مننې د افغانستان د خلکو او حکومت په استازىتوب په هند کې د وروستىو سېلابونو د اوښتو زىانونو له امله غمشرىکی وکړه. هغه ووىل: د افغانستان او هند دوستانه مناسبات او دوه اړخىزې همکارۍ ورځ تر بلې پراخېدونکې دی.د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند د دوستانه اړىکو او دوه اړخىزو همکارىو د لا پراختىا، له ترورىزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادی او ترانزىټی همکارىو د پراختىا، سىمه ىىز اتصال، د افغانستان – هند هوایی دهلېز د پراختیا، د لوړو، حرفوی او پر لىکه (انلاىن)زده کړو او همدارنګه د افغانستان بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.د هند لومړی وزىر ووىل: هېواد ىې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمرىزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلىو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورتی سىستم، ۳۵۰ښاری ملی بسونو د ترمىم او د زرو نوىو ملی بسونو د ورکړې، د غذاىی توکو د پروسس او په  نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالی او تخنىکی همکارۍ ته چمتو دى او پر دې هوکړه وشوه  چې د دواړو هېوادونو تخنىکی ټیمونه دې ژر تر ژره د عملی کار د پىلولو زمىنه برابره کړی.په دغه کتنه کې جمهور رییس غنی او لومړی وزىر مودی پر دې توافق وکړ چې د افغانستان او هند تر منځ د هواىی کورىډور د انکشاف په موخه دې د الوتنو شمېر زىات او همدارنګه دې د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پىل شی. دواړو مشرانو په دې هم توافق وکړ چې د قېمتی ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د تولىد په موخه دې د افغانستان او هند تخنىکی ټىمونه په ګډه کار وکړی.نوموړی زىاته کړه: له افغانستان سره د تحصىلی بورسونو د همکارۍ پروګرام ىې پنځه کاله نور هم غځولى او ترڅنګ به ىې افغان مامورىن هم د بېلابېلو مهارتونو د زده کړې په برخه کې وروزی. هغه زىاته کړه، په نږدې راتلونکی کې به د هند د بهرنىو چارو وزىره افغانستان ته سفر وکړی او له افغان لوری سره به د هند او افغانستان د ستراتىژىکو اړىکو په اړه بحث او خبرې وکړی.محمد اشرف غنی د هند په ممبیی کې د افغان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د اقتصادی ودې لپاره ګټور وباله. جمهور رییس غنی له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړی ډول د بنسټیزو پروژو د تطبىق په برخه کې د هند د همکارىو قدردانۍ وکړه. هغه زىاته کړه: د هند ارزښتناکې مرستې به د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون او هوساىنې لامل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید