روزنامه هیواد

هند د کشمیر لپاره په قانون کې تغییر را وستلی دی

د هند حکومت د قانون د ۳۵۰ او ۳۵ مې مادو ختمولو اعلام کړی ،چې تر دغومادو لاندې به چې له ځایی خلکو علاوه بل چاته د مځکې اخیستو، سرکاری نوکریو او وظیفو اخیستو او په ریاستی اسمبلۍ کې د ووټ اچولو او نورو اسانتیاو ترلاسه کولو حق یواځې ځایی خلکو وی.

د هند د قانون د ۳۷۰ مې مادې له مخې ریاست جمو وکشمیر ته ځانګړى حیثیت ورکړی دی .

د هندی وزیراعظم نرېندار مودی ګوند بهارتی جنتا پارټۍ (بی جی پی) د اوږدې مودې نه د جمو وکشمیر د ځانګړی حیثیت مخالفت کوی، او دا خبره یې د انتخابی کمپاین نعره هم وه.

د هند په پارلمان (راجیو سبها) کې د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د کشمیر په اړوند قرارداد وړاندې کړی او په دغه مهال مخالف ګوندونو نعرې هم وهلې دی.

د قانون د ۳۷۰ مې مادې له مخې د هند حکومت د د فاع او بهرنیوچارو سره په نورو امورو کې د کشمیر قانون سازې اسمبلۍ ته محتاج و.

راپورونه وایی د کشمیر په اړوند نوی صدارتی امر لاسلیک کړی دی.

له دې وړاندې هند د خپلې ولکې لاندې کشمیر کې ۱۴۴ ماده په ځای کړې په جلسو جلوسونو یې بندیز لګولی او د کشمیریانو مشران محبوبه مفتی، عمر عبدالله او سجاد لون یې نظر بند کړی دی.

رویټرز ویلی چارواکو په سری نګر کې د خلکو په ګرځېدو هم بندېز لګولی او په علاقه کې موبایل، ټیلیفون او انټرنېټ بند کړی شوی دی.

راپورونه وایی هند کشمیر ته نور پوځ هم لېږلی دی.

هند دغه ګامونه په داسې مهال پورته کړی چې هندی چارواکو په کشمیر کې د پاکستان د ملاتړې تندروې ډلې د ممکنه برید اندېښنه څرګنده کړې وه.

پاکستان د هند تورونه رد کړی او ویلی یې پاکستان به د ملګرو ملتونو د امنیتی شورا د قراردادونو ترمخه د کشمیریانو اخلاقی، سفارتی او سیاسی مرستې دوامداره ساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید