روزنامه هیواد

همت او هدف

لوړوالی همت دی چې انسان په سمه لاره روانوی، ستر خلک هماغه دی چې لوړوالی همت او غوره هدف وټاکی تل لوړ همت وټاکئ مخ کې لاړ شئ ،کوښښ وکړئ ولیکئ  او  ګټه ترې واخلئ. مینه وکړئ، ژوند وکړئ خو هدف وټاکئ نه د هغه انسان په څیر چې سهار پاڅېږی او دغه هم ورته معلومه نه وی چې نن به څه کوی چېرته به ځی او څه به لاسته رواړی ژوند یو مسیولیت دی چې خدای موږ ته راکړی موږ باید له ثانیې څخه دا سې ګټه پورته کړو چې سبا ته ورباندې پښېمانه نه شو. ولولئ، ولیکئ لاسته رواړئ، خو هېڅکله هم مه تیسلمېږئ د هر انسان همت د هغه په کوښښ او تلاش کې دی. کمزوری خلک زر تسلمېږی ،خو قوی او استوار خلک هېڅکله نه تسلمېږی ټول هغه انسانان چې مخ ته تللی له ماشومتوبه نابغه نه وو هغوی همت او هدف درلود چې مخ ته تللی دی. کوښښ وکړه هغه څه لاسته رواړې، د خپلو هیلو په خاطر وجنګېږئ او لاسته رواړنه  بل چاته مه پرېږدئ، هېڅکله هم یو کار په اسانه توګه لاسته نه راځی. ((بې زحمته راحت نه شته زما وروره ، که عزت غواړې زحمت در لره بویه.))

زرمینه (( واحدی )) د کابل پوهنتون د ژبواو او ادبیاتو پوهنځی د پښتوڅانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید