روزنامه هیواد

هلمند یان : د سب استېشن تاسیسات باید وران نه شی

هلمندیان وایې ،د وسلوالو طالبانو څخه مو غوښتنه داده، چې د کندهار او هلمند دوه لاره کې پروت د برېښنا سب استېشن ته دی هېڅ ډول زیان نه رسوی . دوی دا خبری د هغه راپورونو له مخې کوی، چې وایې وسلوال طالبان غواړی د د کندهار هلمند دوه لارې سب استېشن پر شاوخوا د جلتو (ایسکو ) محافظتی دېوالونه لری کړی، ځکه د دوی په اصطلاح دا جلتی (ایسکو ) د امنیتی ځواکونو دی او په بیا راتګ سره په کی ځای پر ځای کېږی .. د تازه راپورونو له مخې، وسلوال طالبان هغه ۵۶ کانتینران او شاوخوا ځینې نور تاسیسات د دولت اړوند بولی، نو ځکه وایې چې باید یې له منځه یووسی .د هلمند اوسیدونکی وایې : په اصل کې حقیقت دادی چې د فقر په پیسو را ټول شوی دا ټول دار او ندار د دې بېچاره ملت بیت المال دی .دوی زیاتوی ددغه محافظتی جلتو (ایسکو)  څخه هېڅکله امنیتی ځواکونو ګټه نه ده اخیستې او نه هم ورڅخه بله سیاسی استفاده شوې ده .یادکسان وایې: د دې کار زیانونه ډېر دی چې بیا به د سرخوږی سره مخ شو دوی وایې، دا چې دا ساحه هر وخت د جګړې ډګر وی که د جلتو (ایسکو )دغه محافظتی دېوالونه نه وی ، هغه ګران بیه ترانسفرمرونه او ځینې نور تخنیکی وسایل به د مرمیو له جدی ګواښ سره مخ وی .یاد کسان زیاتوی ،چې د عامه تاسیساتو خوندیتوب چی د بیت المال اړوند دی ، مسوولیت یې د ولس ،وسلوالو طالبانو او افغان حکومت دی ، البته که چیری ځان دې ولس ته مسوول ګڼی  .وسلوالو طالبانو د یاد سب استیښن په اړه تر اوس د یادو کسانو په غبرګون څه نه دی ویلی

ممکن است شما دوست داشته باشید