روزنامه هیواد

هغه ډلې چې په بلخ کې د نېشه یی توکو په کښت او قاچاق کې لاس لری

د خط نو سازمان وایی، چې په بلخ کې د کوکنارو کښت زیات شوی او وسله وال طالبان د مخدره توکو له عمده پلورونکو او قاچاق کوونکو څخه دی.د خط نو سازمان مشر محمد قادر مصباح وایی، چې په بلخ کې په روان کال کې له ۲۱ زره هکتاره پر ډېره مځکه مخدره توکی کرل شوی ، چې په کښت، تولید او قاچاق کې یې پر طالبانو سربېره غیر مسوول وسله وال او سیمه ییز زورواکی هم لاس لری.د مصباح په خبره نه یوازې د بلخ په نا امنو سیمو کې، بلکې د دولت تر حاکمیت لاندې ساحو کې هم کوکنار کرل شوی دی. ده وویل: (( په لویه پیمانه د بلخ په نا امنو سیمو کې مخدره توکی کرل شوی او حتی په هغو ولسوالیو کې چې ادعا کېږی امنې دی، هلته هم کوکنار کرل شوی ، د پولیسو د پوستو او مرکزونو ترڅنګ هم د مخدره توکو کښت شوى.))د خط نو سازمان د مشر په خبره د کښت شویو کوکنارو د حاصلاتو له راټولولو مخکې وسله والو طالبانو بزګرانو ته پیسې ورکړې او په خبره یې چې له همدې امله تر نورو ډېر وسله وال طالبان د مخدره توکو په قاچاق کې شامل دی.د دې بنسټ مشر محمد قادر مصباح زیاته کړه، چې د طالبانو او غیر مسوولو وسله والو یا سیمه ییزو زورواکو ترمنځ د مخدره توکو د پېر او پلور پر سر د ګټو د تضاد په خاطر د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې ناامنی زیاته شوې.مصباح وویل:(( هغو بزګرانو هم کوکنار کرلی چې په خپل واک کې نه دی، نه یوازې د باج اخیستنې موضوع، بلکې له مخکې د خرڅلاو مسئله هم ده، داسې کروندګر هم شته چې له مخکې یې پیسې اخیستی او مصرف کړې یې دی، نو باید په بدل کې یې مخدره توکی ورکړی، د زورواکو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په ولسوالیو کې عملاً نښتې دوام لری. ))په همدې حال کې د بلخ امنیتی چارواکی د دې ولایت په زرګونه هکتاره مځکه کې د مخدره توکو کښت تائیدوی او وایی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کوکنار کرل شوی .د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل د مخدره توکو په قاچاق او کښت کې د محلی ادارې د ځینو چارواکو لاس لرل نه رد او نه هم تائید کړل.د بلخ د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې د مخدره توکو د کروندو د له منځه وړلو او د قاچاق د مخنیوی په خاطر یې په ناامنو سیمو کې د وسله والو طالبان او غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې د شاهین ۲۰۴ پوځی عملیات پیل کړی. ده وویل:(( د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په خاطر زموږ پلان دا دی، چې په ناامنو سیمو کې چې مخالفین حضور لری، هغه ساحې تصفیه کړو او وروسته په د مخدره توکو ضد ځواکونه د کوکنارو کروندې وېجاړې کړی.))د معلوماتو پر اساس د بلخ په ناامنو ولسوالیو لکه چهاربولک، چمتال، کشنده، شولګره، شورتپه او دولت اباد کې په زیاته کچه کوکنار کرل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید