روزنامه هیواد

هغه ناروغان چې روژه خوړل ورته روا دی او پرې رحم شوى!

الله ( ج ) روژه که څه هم پر مسلمان بالغ نارینه او مسلمانې بالغې ښځې فرض ګرځولې ،خو اسانی یې هم په کې راوستلې ده ،یعنې الله ( ج ) ته د هر مسلمان قدرت او توانایی مالومه ده او څوک ترې پټ نه دی ،سره له دې،چې په روژه کې د مسلمه امت د ایمان قوت ازمویل کېږی ،خو هسې ناروغان شته، چې په روژې نیولو سره یې ناروغی زیاتېږی او یا هم مری، د دې تر څنګ یې پر هغو کسانو ،چې د روژې نیول ورته ستونزمن دی، هم رحم شوى او خداى ( ج ) وایی ،چې پر تاسو اسانی راولم او د سختۍ طرفدار نه یم .

 روژه له شک پرته ،چې اسانه ده او که یې مقیم روغ رمټ یا په کور ناستی کسان ونیسی ،نو په دغو اوږدو او ګرمو ورځو کې بیا هم پرې رحم شوى او الله ( ج ) پرې اسانه کړې ده ،خو هغه کسان ،چې بیخی د روژې نیولو وس نه لری ،ناروغان دی او ناروغی یې دوامداره ده ،چې د روژې د نیلو په صورت کې د هغوى ناروغی لا نوره هم ټکنۍ کېږی یا ناروغی پرې اوږدېږی ،نو هغوى ته یې (( نه ،نیول )) الله ( ج ) روا کړی دی . د امام ابوحنیفه ( رح ) په نزد هغه مریض ته د روژې خوړل روا دی ،چې په روژه باندې یې مرض اضافه کېږی او یا یې له مرض څخه جوړېدل ځنډنی کېږی او دغه راز په روژه نیولو باندې سخت ((کړول ))کېږی ،همدا رنګه هغه روژه دار ته هم د روژې ماتول روا دی ،چې د روژې په حال کې ورته هغه ډول مرض پېښ شی ،چې دوامداره وی او سړى کړوی .

 په دې اړه د (کتاب الفقه على المذاهب الاربعه ) د لومړی جلد په ۵۷۲ مخ کې راغلی ،چې هغه کسان دې روژه نه نیسی ،چې هغوى ته د روژې نیولو په صورت کې سخت مرض پیدا کېږی ،یعنې د روژې په نیولو سره مریض کېږی او بیا یې مرض دوامداره کېږی ،چې په پایله کې په بد اوړی او یا اوږدېږی ،څرګنده مسئله ده ،که د چا مرض اوږد شی یا په بد واوړی ،چې سرطان یا شکره ورته وایی او یا هم ناروغ له دغه مرضه مری ،چې په دواړو حالاتو کې ستره ضایعه ده ،نو په هغه صورت کې روژه (( نه ،نیول )) روا دی ،خو باید فدیه یې ورکړل شی ،ځکه خداى ( ج ) وایی ،چې ما پر تاسو دا اسانی ځکه راوستلې ،چې یو خو د روژې مبارکې میاشتې په ثوابونو کې شریک شئ او بله دا چې درباندې اسانی وی ،یعنې همدا ناروغان کله ،چې روژه نه نیسی ،نو له یوې خوا د فدیې په ورکولو سره هغوى ته هم د روژه تیانو په څېر ثواب ورکول کېږی او په دې ډله کې شمېرل کېږی او له بلې خوا د هغوى روغتیا هم په پام کې نیول کېږی ،چې په دواړو حالاتو کې پرې د خداى ( ج ) له پلوه لویه پیرزوینه ده .که څه هم د اسلام مبارک دین ډېر باریک او حساس دى ،چې په نیت او د زړه په صدق پورې تړاو لری ،خو له بلې خوا ډېر اسان هم دى . په اسلام کې په هېڅ چا باندې سختی نشته ،بلکې له ګټو څخه یې ټول مسلمه امت د نورو ادیانو د پرویانو په پرتله ډېر برخمن دی. یهودو که له یوې خوا د روژې د وخت په فریضه کې ګوتې ووهلې ،چې لومړى یې وخت له قمری کال څخه لمریز ته واړاوه ،له بلې خوا یې په خپل سر روژه د پسرلی معتدل موسم ته اړولې ، چې دا د خداى په احکامو کې د خپلې گټه لپاره ګوتې وهل دی ،خو له بلې خوا یې ګټه هم ونه کړه او د الله ( ج ) په وړاندې مسوول دی ،خو د محمد ( ج ) پر امت که څه هم داوس په څېر په ګرمۍ او اوږدو ورځو کې روژه نیول فرض کړاى شوی ،خو له بله پلوه پرې رحم هم زیات دى او الله ( ج ) روژه پرې اسانه کړې ده . نه یوازې الله ( ج ) ناروغان ،مسافر او نور کسان ترې  معاف کړی ،بلکې پر روژه تیانو یې هم دا وږدې ورځې اسانه کړې دی .په لومړیو کې ،چې روژه مبارکه راروانه وه ،له خلکو سره اندېښنه وه ،چې په دې ګرمۍ او اوږدو ورځو کې به څنګه روژه نیسی؟ خو اوس شکر او د خداى ( ج ) فضل دى ،چې په ډېره ښه توګه تېرېږی او خورا لږ کسان ترې شکایت ځکه کوی ،چې ګرمی ده او ورځې ډېرې اوږدې دی ،که هر څومره څوک په کور کې بې کاره هم ناست وی ،نو یوازې یې اوبو او چایو څښلو ته میل وی ،نه خوراک ته ،خو بیا هم خلک روژه نیسی او د خپل ایمان د
قوت ازموینه ورکوی .

احمد زلمى شهباز

ممکن است شما دوست داشته باشید