روزنامه هیواد

هغه جرمنۍ مېرمن چې افغان ماشومانو ته یې۶۰ښوونځی رغولی

اورزولا نوله هغه جرمنۍ مېرمن، چې د خپل عمر څلوېښت کاله یې د افغان ماشومانو د زده کړې په برخه کې تېر کړې، د سپتمبر په ۸مه د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه. هغې او همکارانو یې په افغانستان کې ۶۰ ښوونځی رغولی اورزولا نوله هغه جرمنۍ مېرمن وه، چې د ((صبر او استقامت)) تر شعار لاندې یې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې لپاره خپل لستوڼی رابډوهل. هغې څلور لسیزې افغان ماشومانو په ځانګړې توګه افغان نجونو ته د زده کړو د آسانتیاوو په برابرولو کې فعالیت درلود. اورزولا د خپلو دغو فعالیتونو لپاره، د جرمنی د شایستګۍ لومړی درجه مډال هم په لاس راوړی و.

افغان ماشومانو ته د کار انګیزه: اورزولا نوله ۳۵ کاله مخکې کله چې د خپلې لور دلیدو لپاره پاکستان ته تللې وه، په ناڅاپه توګه یې د افغان مهاجرو ماشومانو وضعیت ته پام واوښت. تر څېړنو وروسته، هغې ومونده، چې دغه ماشومان له جګړې څخه تښتېدلی او له تعلیم څخه لرې بې برخلیکه پاتې دی.

دغه وضعیت ته په کتو، هغې تصمیم ونیو ،چې دغه ماشومان له دغه حالت څخه وژغوری اورزولا په لومړی قدم کې د افغان مهاجرو په کمپ کې د سواد د زده کړې کورس جوړوی او بیا د تمویل کوونکو د جذب او د مرستو د ټولولو لپاره هڅې پیلوی.دغې جرمنۍ ښځې په ۲۰۱۲م کال کې دویچه وله سره په مرکه کې ویلی وو، چې په افغانستان کې یې له مذهبی مشرانو سره د ښوونځیو د رغولو په برخه کې داسې شرط ایښی و: (( ماشومانو ته مو په دې شرط ښوونځی جوړوم ،چې لوڼې مو په ښوونځیو کې شاملې کړئ.)) په هغه وخت کې د اورزولا دغه طرحه کامیابه وه.

د طالبانو د واکمنۍ دوره: اورزولا نوله حتی د طالبانو د واکمنۍ پر وخت هم له خپلو دغو فعالیتونو څخه لاس وانخیست. هغې په دغې دوره کې له ۱۹ کورنیو ښونځیو څخه ملاتړ کاوه ،چې نجونې وشی کړای په پټه لیک لوست وکړی.اورزولا نوله په ۱۹۸۴ م کال کې د ((افغانستان د ښوونځیو اتحادیه)) جوړه کړه او د دغې اتحادیې په چوکاټ کې یې خپل لومړنی کار د فاریاب له اندخوی ولسوالۍ څخه پیل کړ. دغې اتحادیې، د اورزولا نوله او د هغې د همکارانو په ملاتړ په یاده ولسوالۍ کې ۵۸ ښوونځی رغولی . په دغو ښوونځیو کې ۴۷ زره او ۲۸۶ افغان ماشومان پر زده کړو بوخت دی.

نور فعالیتونه: مېرمن اورزولا نوله د ښوونځیو تر څنګ د روزنیزو مرکزونو جوړولو ته هم مخه وکړه. لومړنی مرکز یې هم په اندخوی ولسوالۍ کې ورغاوه. د (( اندخوی روزنیز مرکز)) کې اوس مهال ۳۰۰ زده کوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسی ژبې، انځورګرۍ او ساینسی علومو په برخو کې روزنه ورکول کېږی. هغې وروسته په کابل، سمنګانو او بلخ ولایتونو کې هم دغه ډول روزنیز مرکزونه جوړ کړل. په بلخ کې ښوونځى ،چې ۱۶ درس خونې لری هم د اورزولا نوله په مرسته رغول شوی دی. په سمنګانو کې یې د دوو ښوونځیو د رغولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللی دی. دغې جرمنۍ مېرمنې افغانستان ته خپل وروستۍ سفر درې کاله مخکې چې ۹۱ کلنه وه درلود.مېرمن اورزولا نوله پرون د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۶مه پر ځایی وخت دغرمې دولس بجې د جرمنی د هامبورګ ښار په آویندروف هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

شکیلا ابراهیم خېل

ممکن است شما دوست داشته باشید