روزنامه هیواد

هستوی انرژی

د سوله ییزې د هستوی ټکنالوژۍ تر ټولو پېژندل شوې برخه د هستوی انرژۍ او یا هم د هستوی برېښنا تولید دی. هستوی انرژی د یورانیمو هستې له چاودنې څخه را منځته کېږی. د چاودنې دې تعامل ته هستوی انشقاق هم وایی.

د انشقاق په ترڅ کې را منځته شوې تودوخه په هستوی بټۍ کې اوبه تودوی او بیا دا اوبه د لوړې تودوخې له امله په بخار اوړی. دا بخار بیا د برېښنا توربین او توربین بیا په خپل وار سره د برېښنا تولیدوونکی یا جنراټور ګرځوی.

د تېلو او سکرو په مرسته مشهوره حرارتی برېښنا هم کټ مټ په همدې میکانیزم تولیدېږی، خو یوازینی توپیر یې دا دی چې هستوی بټۍ د اوبو تودولو او بخار اړولو لپاره د هستوی انشقاق انرژی کاروی، خو حرارتی برېښنا بیا د اوبو تودولو او بخار اړولو لپاره له تېلو او سکرو څخه کار اخلی.

د هستوی بټۍ امنیتی او مصوونیتی تدابیر د حرارتی انرژی په پرتله، ځکه ډېر زیات دی چې هستوی بټۍ د پلوټونیمو په شان نور راډیواکټیف پاتې شونی لری او دا چاره چاپېریال او وګړو ته لوړ روغتیایی خطرونه را منځته کولای شی.

یورانیم په طبیعت کې بېلابېل ډولونه یا بېلابېل ایزوټوپونه لری ،چې یوازې یورانیم ۲۳۵ یې د انشقاق او هستوی انرژۍ دتولید وړتیا لری.

د دې لپاره چې یورانیم په هستوی بټیو کې د کارولو جوګه شی باید په یوه ځانګړې کتله کې د یورانیمو نورو ایزوټوپونو په لرې کولو سره د یورانیم ۲۳۵ سلنه تر ۴ سلنو پورې لوړه شی.

دې چارې ته د یوارنیمو بډاینه یا غنی کول وایی ،چې پاتې شونو یورانیمو ته یې بیا فقیر شوی یورانیم هم ویل کېږی او ډېرى وخت په وسلو کې د لوړ نفوذی خاصیت لرلو لپاره کارول کېږی.

په نړۍ کې د برېښنا تولید لپاره د هستوی ټکنالوژۍ کارونې په اړه لومړی ځل هغه وخت فکر پیدا شو، چې د ایټالوی الاصله امریکایی فزیکپوه او کیمیاپوه انریکو فرمې محاسباتو په ۱۹۳۰ کې وښودله چې د نیوټرونونو په واسطه هستې چاودل کېدای شی.

دا چاره په لابراتواری چوکاټ کې د منظم ریاضیکی فارمولونو محاسبې پرمټ وروسته اطریشی او المانی ساینسپوهانو هر یوه اتو هان، فریتز شتراسمن او لیزا مایتنر د ۱۹۳۸ کال ډیسمبر کې شونې کړه.

وروسته د دې نظریې بنسټ اېښودونکی انریکو فرمې په ۱۹۴۲ کې د شیکاګو پوهنتون فوټبال انګړ کې یوه وړه ازمېښتی هستوی بټۍ جوړه کړه او هلته یې د نړۍ لومړى کنټرول کېدونکی هستوی تعامل په رامنځ ته کولو سره د هستوی انرژۍ کارولو بنسټ کېښود.

له دې تجربې وروسته په ۱۹۵۱ میلادی کې د امریکا ایداهو ایالت کې لومړۍ ازمېښتی هستوی بټۍ جوړه شوه.

په ۱۹۵۴ کې د پخوانی شوروی اتحاد په اوبنینسک ښار کې لومړۍ تجارتی هستوی بټۍ جوړه شوه او د اقتصادی انقلاب په ډګر کې خپل ځای ثابت کړ.

له هستوی انشقاق څخه د هیروشیما او ناګاساکی بمباریو غوندې حالاتو کې هم کار واخیستل شو چې دې چارې ان تر ننه د هستوی انرژۍ په اړه د خلکو په زړونو او ذهنونو کې کرکه ساتلې ده.

دمګړۍ نږدې ۴۵۰ هستوی بټۍ د نړۍ ۱۱ سلنه برېښنا تولیدوی چې فرانسه په نړۍ کې تر ټولو زیاته، یعنې  ۷۵  سلنه هستوی انرژی کاروی. همداراز امریکا، چین او روسیه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې خپله ډېره برېښنا له هستوی بټیو څخه ترلاسه کوی.

که څه هم د هستوی انرژۍ تولید په ترڅ کې چاپېریال ته مضر غازونه نه خپرېږی، خو  اوس په نړۍ کې ټولې شته هستوی بټۍ د هستوی انشقاق پر بنسټ کار کوی او دا چاره چاپېریال ته د لوړې کچې راډیو اکټیویتی خپروی.

هستوی اتحاد چې د هستوی انشقاق معکوس تعامل دی او د هایډروجن هستو په ډول سپکو هستو یوځای کېدو له کبله را منځته کېږی، د هستوی انشقاق په پرتله خورا زیاته انرژی تولیدوی او چاپېریال ته مضر غازونه او راډیواکټیف پاتې شونی نه خپروی.

په نړۍ کې خورا ډېر څېړنیز مرکزونه په دې لګیا دی،چې د کنټرول وړ هستوی اتحاد را منځته او د هستوی اتحاد پر مټ هستوی انرژی تولید کړی. اوسمهال دا تعامل او دا انرژی یوازې په لمر کې رامنځته او تولیدېږی.

که څه هم د لنډې مودې لپاره په ځینو څېړنیزو مرکزونو کې هستوی اتحاد رامنځته شوى ،خو په کنټرول شوی او دوامدار  ډول یې را منځته کول تر اوسه ډېر ستونزمن ښکاری.

که څه هم هستوی برېښنا په خپله ارزانه تولیدېدای شی، خو په دې ټکنالوژۍ کې ډېر لګښت په مصوونیت او امنیت لګېږی.

په بټیو کې له هستوی او کېمیاوی چاودنو نیولې بیا له وړانګو څخه د ځان او چاپېریال ساتنې تدابیرو پورې ټول هغه څه دی، چې د هستوی بټیو فعالیت په اړه په عامو وګړو او تخصصی کړیو کې خورا ډېرې پوښتنې را پورته کوی.

د ۱۹۸۶ اپرېل پر ۲۵مه د اوکراین چرنوبیل او د ۲۰۱۱ مارچ په ۱۱مه د جاپان فوکوشیما هستوی بټیو کې چاودنو او په ترڅ کې یې چاپېریال ته د راډیواکټیف وړانګو خپراوی دا پوښتنې او اندېښنې نورې هم زیاتې کړی، خو د پورتنیو دواړو حادثو له ډلې په فوکوشیما کې هېڅوک او په چرنوبیل کې د وړانګو له کبله یوازې ۳۱ کسان مړه شوی، چې ۲۹ یې د اور وژنې کارکوونکی او یوازې دوه یې د بټۍ کارکوونکی وو.

دا په داسې حال کې ده ،چې یوازې د هند بهوپال په یوه کیمیاوی فابریکه کې د ۱۹۸۴ ډسمبر ۲ یمه د یوې چاودنې له کبله کابو ۱۶۰۰۰ کسان مړه شوی. پورتنۍ ځغلنده پرتلې ته په کتو سره که چېرې هستوی پېښې له نورو هغو سره پرتله شی ،نو دا جوته کېږی چې هستوی ټکنالوژی اوس هم تر ټولو نورو هغو مصوونه، پاکه، ارزانه او اغېزمنه ده.

د هستوی انرژۍ په اړه دمګړۍ د ټولو ښېګڼو تر څنګ یوه پوښتنه ناحل شوې پاتې ده، او هغه دا ده چې له راډیو اکټیف پاتې شونو سره چې زرګونه کلونه نور به هم راډیو اکټیف وی څه باید وشی. د انشقاق پر بنسټ د رامنځته کېدونکې هستوی انرژۍ په برخه کې ساینسی څېړنې اوس په همدې متمرکزې دی

ممکن است شما دوست داشته باشید