روزنامه هیواد

هر وګړی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی برخه کې مسوولیت لری

د هلمند والی وایی، چې د ښځو د تاوتریخوالی ترسره کوونکی د قانون له مخې د بخښلو وړ نه دی او په کار ده، چې د ټولنې هر وګړی په دې اړه د عامه پوهاوی پروګرامونه په لاره واچوی، چې دغه ناوړه پدیده له منځه لاړه شی. ښاغلی یاسین په ټولنه کې د ښځو رول او ونډه تر ټولو مهمه او اړینه یاده کړه او وې ویل، چې د بریالی شخص تر شا د بریالۍ مېرمنې لاس دی، چې د ټولنې وګړی باید د اسلام مبارک دین د ارزښتونو او لارښوونو پر بنسټ مېرمنو ته د هغوی ټول شرعی حقوق ورکړی او له هر ډول تاوتریخوالی یې ډډه وکړی. د هلمند والی پر کورنیو ږغ وکړ، چې د سالمې ټولنې جوړولو لپاره پر خپلو هلکانو او نجونو زده کړې وکړی، چې پر تعلیم او تربیې مجلل او د یوې رڼې ټولنې حوړولو جوګه شی. په دې غونډه کې یو شمېر مېرمنو او ښځینه فعالانو هم خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی برخه کې یې د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه. همدارنګه د یو شمېر ممثلینو له لوری د ښځو د حقونو، سولې او په ټولنه کې د ښځو د ونډې په باب پوهنیزې تمثیلې پارچې وړاندې شوې، چې د ټولو ګډونوالو له لوری بدرګه شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید