روزنامه هیواد

هره ورځ ۳ سوه کانټینرونه له چاه بهاره افغانستان ته د هند مرسته رسوی

د افغانستان لپاره د هند د غنمو زرګونه ټنه مرسته وړمه ورځ له چاه بهار بندر څخه په ۳۰۰ کانټینرونو کې د زرنج په لور روانه شوه.د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکی جلال الدین قادری وویل: د افغانستان لپاره د هند ۷۵ زره ټنه غنم د چاه بهار بندر ته رارسېدلی دی.د قادری پر وینا : د ورځې ۹۰ کانټینرونه له چاه بهار بندر څخه افغانستان ته د هند د غنمو مرسته رسوی.د هند د مرستې لومړۍ جوپه د روانې مې په دیارلسمه نېټه چاه بهار بندر ته رارسېدلې وه.قادری وایی ،چې په ۱۲ ورځو کې افغانستان ته ۵ زره ټنه غنم رسول کېږی.هند وروسته له دې چې کرونا ویروس په افغانستان کې خپور شو، له افغانستان سره لږترلږه د ۱۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلام کړه.دې هېواد په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.د هند مرستې به له چاه بهار بندر څخه هرات، کندهار، کابل او بلخ ولایتونو ته ولېږدول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید