روزنامه هیواد

هارون حکیمی: له کرښې هاخوا افغانانو په سختو ورځو کې د افغانستان ملاتړ کړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین هارون حکیمی وایی، چې له کرښې اخوا افغانانو تل په سختو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ کړی او نن یې بیا وخت دی، چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. پر وینا یې، د بر افغان د ثبات لپاره د لر پښتنو ونډه هر وخت اړینه وه؛ خو اوس یې اړتیا لا ډېره شوې ده.هارون حکیمی دغه څرکندونې پرون د باچا خان (اصلاح الافاغنه) غورځنګ چې د ۱۹۲۱ کال د اپریل په لومړۍ د انګلیس پر وړاندې د ذهنونو د روښانولو له هڅې پیل شوې چې بیا یې د علمی او  فرهنګی مبارزې لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی، د سلمې کلیزې په درشل کې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.په دې غونډه کې د هېواد د جمهوررییس محمد اشرف غنی فرهنګی سلاکارانو زرین انځور، اسدالله غضنفر، د علومو اکاډمۍ رییس ډاکټر ظاهر شکېب، مورخینو، لیکوالانو، د بېلابېلو بنسټونو استازو او علمی شخصیتونو استاد حبیب الله رفیع، عزیز، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت همکار بختیانی خدمتګار او ډاکټر طارق رشاد ګډون کړی و.د دغه غورځنګ ۱۰۰مه کالیزه د افغانستان د جمهوررییس د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیینیت په همکارۍ په دری ورځنی علمی- څېړنیز سیمینار کې نمانځل کېږی.د دغه سیمینار علمی کمېټې پرون د سیمینار پر منځپانګه، چاپ شویو کتابونو، مقالو او د غونډې پر څرنګوالی خبرې وکړې.په پام کې ده دغه سیمینار د روان کال د وږی میاشتې له نهمې څخه تر یوولسمې په کابل کې پیل او په ننګرهار کې به د خان عبدالغفارخان پر مزار پای ته ورسېږی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین هارون حکیمی وایی ،چې دغه سیمینار د باچا خان او د هغه د ملګرو د هڅو په درناوی جوړېږی.د فرهنګ او هنر معیین زیاتوی، چې د باچا خان په علمی – څېړنیز سیمینار کې به د اصلاح الافاغنه غورځنګ پر اړتیا او هڅو علمی مقالې ولوستل شی، پر وینا یې اوس هم افراطیت ورځ تر بلې افغانستان او سیمه ننګوی.په ورته وخت کې د باچا خان علمی – څېړنیز سیمینار د علمی کمېټې غړی زرین انځور ووېیل ،چې سیمینار ته پوره چمتووالی نیول شوی او د یاد سیمینار لپاره ۱۳ کتابونه او ۴۰ علمی مقالې چاپ شوې دی.د یادونې وړ ده ،چې دغه سیمینار ته د هېواد او سیمې مطرح شخصیتونه رابلل کېږی او په بېلابېلو هنری او کلتوری اړخو سربېره به په یاد سیمینار کې په تېرو سلو کلونو کې د (اصلاح الافاغنه) غورځنګ په هغه مبارزه چې د لر او بر افغانانو په ذهنی تنویر کې یې کوم رول لوبولی دی، مقالې ولوستل شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید