روزنامه هیواد

نېشه یی توکی هم د ترهګرۍ په څېرافغانستان ننګوی

په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو په موخه د سیاسی جوړجاړی د ډېرېدونکو هڅو تر څنګ،  په هېواد کې د نېشه یی توکو سوداګری کښت او تولید د ستر ګواښ په توګه لا پاتې دى او د دې خطر شته چې افغانستان په یو نېشه یی اقتصاد یا نارکو سټېټ واوړی او د قدرت او پیسو سرچینه یې همدا نېشه یی توکی شی.

رویټرز خبری اژانس لیکلی: له نظری اړخه، په افغانستان کې د کوکنارو کرل جرم دی، خو دا عمل د لسګونو زرو دهقانانو لپاره د ژوند چاره ده چې د خپلو کوکنارو د کښتونو سرېښناکه، قهوه یی رنګه شیره چې هیرویین ترې جوړېږی خرڅوی ،چې خپلې کورنۍ ته پیسې وګټې او خېټه یې مړه وساتی.

د بېوزلو بزګرانو لپاره د زعفرانو په څېر د بدیلونو د رامنځته کولو هڅې څه ناڅه بریالۍ وې، خو تراوسه یې د نېشه یی توکو سوداګرۍ ته کومه سخته ضربه نده ورکړې. د کلونو لپاره افغانستان د تریاکو په تولید کې د نړۍ ستر هېواد دى. په داسې حال کې چې له ۲۰۰۲ راهیسې امریکا د نېشه یی توکو دکښت  تولید او قاچاق د مخنیوی په موخه ۹،۸ میلیارډه ډالر لګولی دی، خو له  ډېره بده مرغه کومه ګټه یې نه ده کړی چارواکی وایی چې په افغانستان کې دنېشه یی توکو دکښت تولید اوقاچاق مافیایی کړۍ او دغه راز  ، د نېشه یی توکو اقتصاد او شبکه اوس دومره پیاوړې ده چې د درولو په تړاو یې ډېر لږ څه ترسره کېدای شی.

د ملګرو ملتونو د نېشه یی توکو او جرمونو دفتر په ۲۰۱۸ م کې تخمین وکړ چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۴ کې یې په ۲۶۳ زره هکټاره مځکه کې ۶۴۰۰ مټریک ټنه تریاک تولید شوی دی. د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کار هم په نشت حساب دی او تېر کال یواځې ۴۰۶ هکټاره هغه مځکه اړول شوې وه چې کوکنار پرې کرل شوی وو. د طالبانو ۴۰ سلنه عاید د نېشه یی توکو له لارې لاسته راځی.

د هېواد نیمایی تریاک په هغو سیمو کې تولېدېږی چې طالب اورپکی په کې ډېر فعال وی. دملګرو ملتونو له نېشه یی توکو سره دمبارزې دنړیوالې ادارې په رپوټ کې ویل شوی دی  چې افغانستان اوس دنړۍ دنېشه یی توکو یو ستر تولیدوونکى هېواد د ى او دافغانستان په ګډون دنړۍ دهېوادونو له سلو زرو څخه زیات روږدی خلک یوازې د افغانستان دنیشه یی توکو په استعمالولو او کارولو سره  هرکال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوى او له درېیو میلیونو څخه زیات افغانان پرې روږدى دی او افغان حکومت او دغه راز له نېشه یی توکو سره دمبارزې  اړوندې ادارې یې زیاتې اندېښمنې کړی دی.رپوټونه وایی: نه یوازې دا چې د طالبانو ، داعش او القاعده په ګډون ترورېستی ډلې دافغانستان کې دنېشه یی توکو په کښت ، تولید او قاچاق کې ښکېلې دى اودهغو دسوداګرۍ او قاچاق له لارې زیات عایدات ترلاسه کوی او وسلې پېرې رانیسى او د افغانستان په ګډون دسیمې اونړۍ  د هېوادونو پرضد د  خونړیو جګړو لپاره ترې کاراخلى، بلکی کورنۍ مغرضې کړۍ هم په کې ښکېلې دی، بزګراو کروندګر دنېشه یی توکو کښت ته اړ کوی چې باید دغه مغرضې کورنۍ کړۍ په نښه او پرسختې جزا ورسېږی، نو پردې بنسټ نه یوازې ترهګر او دهغوى ملاتړکوونکی او تولیدوونکی هېوادونه بلکې نېشه یی توکی هم دبشر ډېر ستر دښمن دى او دترهګرو په پرتله هرکال زیات خلک له منځه وړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید