روزنامه هیواد

نیکولاس کی په افغانستان کې د ناټو د ملکی استازولۍ دنده پیل کړه

نیکولاس کی تېر په افغانستان کې د ناټو د نوی ملکی استازی په توګه خپله دنده پیل کړې.ښاغلی کی د کب په ۱۴مه کابل ته را ورسېد. د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناټو د نوی ملکی استازی له قوله لیکی، چې نوموړی وایی: غواړی سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو د ملاتړ په چاره کې ونډه ولری.ښاغلی کی وایی: افغانان هیله لری چې ۲۰۱۹ میلادی کال به د دوی په هېواد کې د سولې کال وی او زیاتوی ، چې ناټو به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ملاتړ په چاره کې تر خپلې وسې هڅې وکړی.نیکولاس کی برېتانوی دیپلومات دی، چې د یو کال لپاره ‌یې په کابل کې د دې هېواد د سفیر پر دنده هم کار کړی او د ناټو د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او جنوبی آسیا په چارو کې ښه تجربه لری.کې د جرمنی دیپلومات کارنیلیوس زیمرمن پر ځای ګومارل شوی.زیمرمن د ۱۲۰۱۷ م کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ناټو د ملکی استازی په توګه کار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید