روزنامه هیواد

نیویارک ټایمز:د انتخاباتو پروسه ډېره شفافه وه

د امریکا نىویارک ټاىمز ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه ىوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې راغلی، د دې لپاره چې د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې ګڼ شمېر کسان راىې ورکړاى شی، د انتخاباتو په ورځ دا پروسه دوه ساعته نوره هم تمدید شوه.

مقاله لىکی، داسې شواهد شته چې د تېر ځل په پرتله دا وار انتخابات په شفافه توګه ترسره شوی، خو ځینې افغانان وېره لری چې د انتخاباتو نتاىج د درغلىو له کبله له نوىو ستونزو سره مخامخ نه شی.

مقاله لىکی، دا وېره به د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون لپاره ازموىنه شی.

ورځپاڼه زىاتوی، د انتخاباتو په خپلواک کمېسىون کې اصلاحات رامنځته شول، نوی کمېشنران و ګومارل شول او مخکینی کمېشنران د درغلىو په تور محکوم شول.

د امریکا چاپ بلې دی ټنیسىن ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه مقاله خپره کړې ده. مقاله لىکی، د سپټمبر په ۲۸مه د افغانستان د جمهوری رىاست انتخابات په دغه هېواد کې د سىاسی پرمختګ نښه ده. د مقالې په وىنا، انتخابات پر دې سربېره وشول چې د تاوترىخوالی او ترورىستی حملو اندېښنې وې.

مقاله لىکی، په افغانستان کې له کلونو راهیسې د دموکراتىکو انتخاباتو دود نشته او اوس هم قباىلی ملکان په ډېرو سىمو کې پر خلکو مشری کوی او دا حقىقت چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې، ىوه لوىه او مهمه خبره ده.

مقاله لىکی، پر دې سربېره چې د پالىسۍ پر سر د امریکا او افغانستان ترمنځ ځىنې مخالفتونه وو او همداراز سخت دریځو هم خپلو حملو ته دوام ورکړ، خو په ټوله کې د افغانستان او امرىکا اړیکې لا ټىنګې شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید