روزنامه هیواد

فالونه د ولسی ادبیاتو ستره برخه جوړوی

پخوا چې د اوس پر شان د اړیکو نیولو وسایل نه وو، نو د مسافرینو کورنیو به د ډاډ لپاره د خپل مسافر په اړه فال نیوه کله به چې د فال قول سم و، نو د مسافر کورنۍ به ډېره خوشحالېده وګړو ٬په فال ترنږدې وختونو پورې ټینګ باورکاوه  دوی نه یوازې د خپلو مسافرو، بلکې پېغلو اوځوانانو به  د خپلې راتلونکې د برخلیک په اړه فالونه اچول اوهمدارنګه کله نا کله  به د هرې مبهمې او مهمې پېښې په اړه هم فالونه اچول کېدل ٬ په فالونو کې ځینې کسان په دې باور وو چې فال له طالغو سره نېغه ګنډه خوړلې، یانې هغه څوک چې طالع یې سمې اوسیخې وی، نوفال یې هم سم راخېږی، خو په حقیقت کې فال د چا په برخلیک کې مثبته اومنفی اغېزنه شی لرلای، دا یوازې یوه داسې ډرامه ده، چې په هماغې لومړی شېبه کې د فال په قول فالوال خوشحالېږی ٬ یا خپه کېږی یا د حاضرینو له خوا ملنډې پرې وهل کېږی ،ځکه که د چا په فال دا قول چې (آشړی باشړی ښکته زیړه غوا شړی)  را وخوت  نو بیا به خنداوې او ملنډې وې او که د کوم ځوان په نامه به (که ګل دى د سنځلې دى لایق د پېغلې نجلې) فال را وخوت ،نو ځوان به دومره خوشحاله و، چې تا به ویل په رښتیا هم ګل دی اود لیلى پیکی ته ورغلى دى٬ فال اچول به پخوا د ښځو ترمنځ لویه میله او ساتېری درلوده او د فال میله به معمولاً د (قدرد ښې شپې)  په شپه دکلیوالو پېغلونجونوله خوا په لاندې ډول ترسره کېده چې له را ټولو شویو نجونوڅخه به یې له یوې نجلۍ موقتی ناوکۍ جوړه کړه او د ناوې په شان  شال به یې پرې واچاوه او ترخوا به یې ترنیمایې پورې له پاکو او رڼو اوبوډک منګى کېښود او په منګی کې به دحاضرواوغایبوکسانو لپاره (نمونې ) اچول کېدې  ٬ خوچاته به دا نه وه معلومه ٬ چې دا نمونه د چا شوه اوهغه د چا شوه ٬په خاصه توګه به ناوکۍ ته. نمونې به یوازې خپلو خاوندانو  پېژندلې او یا هغه څوک چې د بل لپاره یې په منګی کې نمونه اچولې وی لکه خور، ورور ته ٬ مور زوی ته ٬ ښځې خاوند ته او پېغلو نجونو به اکثره د خپل ژوند لپاره په نا معلوم ملګری هم فال نیوه ٬  لنډه داچې په منګی کې به اچول شوې نمونې له ګوتمۍ ٬ کوچنی چاکو ٬ بنګړی ٬چارګل  آینې ٬ غټې تڼی ٬ ګوتمیو٬  ږمنځ ٬ قیچی، ګیراګانو   او نورو څخه عبارت وو او بیا فال پرې اچول کېده (کله به چې فال واچول شو، نو ناوکۍ ته به د ټنګورې له خوا ویل کېدل ( بی بی را وکاږه ) له منګی څخه به یې یوه نمونه را وایسته  او په خوا پورې ناستې ټنګورې ته به یې ورکړه دلته به بیا بخت مالومیده یا به د نام خدای غږونه پورته کېدل او یا به سختې  خندا کوټه په سر واخیسته، ځکه دغه  دواړه حالتونو د فال به قول پورې اړه درلوده که به فال ښه و څښتن به یې په هسکه غاړه ویل دا زما، د لالا یا د پلار و، نو د کوټې په کنج کې به لوړه اوخوشحاله کښېناسته اوکه به د چا دفال قول (د غرپه سرتنور سپیر سرى محمد نور)

) را وخوت ، نو دا فالوال به ډېرشیړا کس ثابت شو ، نو خنداوې به وې اوملنډې ٬ که به دا فال چې ٬ که (کمکى زرینک د زرو ډک ) د چا په طالع را وخوت نو راشه که یې نندارې کوې هغه به وې خوشحالۍ که به پېغله وه یا ځوان نوډېر به خوشحالېدل او ځان به یې  بختورګاڼه

دهرچا پر هغې (نمونه) چې دده په نامه په منګی کې اچول شوې وه د لاندې قولونو پر بنا فالونه اچول کېدل

نه ځغ لرم نه سپاره روزی غواړم په تیاره

د تېر اوږه درېږی مرغلرې ترې تویېږی

که ګل دى د سنځلې دى لایق د پېغلې نجلې

نه کرم نه ریبم سپیرې څټې اړوم

په شیدیاره کې دامونه که تردې دامو را تېرشوې پسرلى دى زیړګلونه

توبی توبی، ګل به بیا راوړی شنشوبی

سور دى صندوکک دى له سرو غمیو ډک دى

کمکى زرینک له زرو ډک

که ګل دى د ګازر٬ دى ولاړ په یوه وزر

اسمان دى درګې درګې پشى پروت دى پټې سترګې

د غرپه سرتنور سپیره سرى محمد نور

په خواشینۍ سره چې اوس د فالونو میلې نه جوړېږی، ځکه د هېواد تاوتریخوالو خلک او په تېره بیا ښځې دومره وځورولې چې خوله یې خندا ته نه جوړېږی او په هرچا پسې دخپل  کور دروازه پورې کوی او خپل غمونه ژاړی .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید