روزنامه هیواد

نړیوال دې د سولې په خبرو کې د افغان مېرمنو له حقونو دفاع وکړی

افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه ا ندېښنمنې دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازې عادله راز وایی: افغان مېرمنې له طالبانو سره په روانو خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه وېره او اندېښنه لری.د نوموړې په خبره نړیوالې ټولنې ته په کار ده ،چې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو پر اساسی حقوقو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نه دی و مراعات کړی، ټینګار وکړی.د نوموړې پر وینا ښځې باید د کار او زده کړو حق ولری او په آزادانه توګه خپلې خبرې وکړی.له دې سره جوخت د امریکا کانګرېس ته بیا زلمی خلیلزاد ویلی وو، چې د ښځینه وو پر حقونو به معامله نه کېږی او له طالبانو سره پر دې مسایلو واضح بحثونه کېږی.عادله راز داسې مهال دا څرګندونې کوی ،چې څو ورځې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی مذاکرات پیل شول، چې تر اوسه یې نتیجه معلومه نه ده خو افغان مېرمنې اندېښنه لری، چې له ترلاسه شوې حقونه هم د سولې په راتګ کې له لاسه ورنه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید