روزنامه هیواد

نړیوال بانک له افغانستان سره ۳۵۰ مېلیونه ډالره مرسته وکړه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومی او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس ښاغلی شوبهم جوهدری، پرون د اصلاحاتو له پروسې څخه د ملاتړ په موخه د ۳۵۰ مېلیونه ډالرو وړیا مرستې تړون لیک لاسلیک کړ. دغه اصلاحات داسې طرحه او پلان شوی، چې د خدمتونو وړاندې کولو په کړنو او څرنګوالی کې د دولت له خوا ښه والی راشی او اغېزمنتوب لوړ شی، چې په پایله کې د دغو خدمتونو پر وړاندې کولو کې ښه والى رامنځته او عواید لوړ شی.د وړیا مرستې د نوې کڅوړې هدف د کار او سوداګرۍ، د برېښنا سکتور او د مځکې مدیریت چاپېریال کې له اصلاحاتو ملاتړ دى، چې د اقتصادی ودې لوړېدو، د کارونو رامنځته کېدو او په افغانانو کې د بېوزلۍ کمېدو لامل کېږی.  د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی ډاکټر محمد همایون قیومی، د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل: (( له دې مرستو څخه د نړیوال بانک، موخه د سولې او پراختیا  له ملی چوکاټ سره په مطابقت او همغږۍ د اصلاحاتو ملاتړ دى، چې یاده مرسته د پایدارې لویې اقتصادی ودې، د خصوصی برخې له پانګونې د ملاتړ، اقتصادی ودې، د بېوزلۍ کمولو او د عامه کړنو مالی مدیریت د ښه والی لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځ ته کولو تضمین کوی.))نوموړی، د افغانستان بیا رغونې له صندوق سره د نړیوال بانک او نړیوالو مرسته کوونکو له همکاریو مننه وکړه او د افغانستان اقتصادی ودې لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د اوږدمهاله همکاریو غوښتونکی شو.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید