روزنامه هیواد

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوی

 نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادی ځان بسیاینې په موخه د ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلام کړی دی.په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتی دفتر له لوری خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، دغه بانک په افغانستان کې د مالی سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالی مرسته اعلاموی.دا مرسته په داسې حال کې تصویب شوې ،چې اوس مهال هېواد د کورونا ویروس له ناوړه اقتصادی اغېزو څخه راوځی.د سرچینې پر وینا: د دې پروژې پلی کېدل به د افغانستان د مالی‌ نظام ثبات پیاوړی کړی‌ او د مالی منځګړیتوب په برخه کې به یو شمېر آسانتیاوې رامنځته کړی.دا مرسته په داسې حال کې کېږی ،چې اوس هم ډېری هېوادوال د کورونا وبا مخنیوی په موخه د راغلیو مرستو د مصرف په اړه اندېښمن دی او وایی چې شوې مرستې د مستحقو وګړو پر ځای د دولتی چارواکو جیبونو ته تللې دی.

نړیوال بانک له دې وړاندې هم څو څو ځله په مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید