روزنامه هیواد

نړیواله ټولنه: د افغان خبریالانو له قاتلانو سره دې جدی چلند وشی

نړیوالې ټولنې د یوناما له آدرسه په ګډې اعلامیه کې د مې ۳ مه مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په درشل کې له افغان دولت څخه غوښتنه کړې، چې د خبریالانو له وژونکو سره دې جدی چلند وکړی.نړیوالې ټولنې د افغان دولت له خوا د خبریالانو او بیان آزادۍ د خوندیتوب ستاینه کړې، خو ویلی دی، چې دا لا هم په  دغه برخه کې لومړنی ګامونه دی.د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلی : (( موږ د افغان دولت هڅوو، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره، چې هر څه په توان کې لری ترسره کړی او ډاډ ورکړی، چې د خبریالانو پر وړاندې د حملو ترسره کوونکی باید معافیت ونه‌لری،د امنیتی او ملېشه یې ځواکونو له خوا هم باید د خبریالانو پر وړاندې حملو ته د پای ټکى کېښودل شی او د خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ د منلو وړ نه دی.)) ملګرو ملتونو همدارنګه ویلی، چې د بیان آزادۍ مسئله په قانون کې راغلې. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې شمېرې ښیی، چې د ۲۰۱۹ م کال له پیله تر دا مهاله د خبریالانو پر وړاندې ۲۰ د تاوتریخوالی پېښې ثبت شوې.د دغې کمېټې د ښځو برخې مسوولې وحیدې فیضی امریکا غږ ته ویلی، چې د دغو قضیو په منځ کې څلور د وژلو پېښې دی او نورې بیا د وهلو ډبولو، ګواښ او نورو تاوتریخوالو قضیې دی.بلخوا د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۱۹ م کال رپوټ کې ویلی، چې افغانستان د مطبوعاتو د آزادۍ په نوملړ کې د نا آمنۍ له امله درې درجې تنزیل کړی   او په ۱۲۱ مه درجه کې قرار لری.نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو له ستونزو په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې ښځینه خبریالانې ډېری وخت د خپل جنسیت له وجهې له تبعیض سره مخ شوی دی.په دغه اعلامیه کې راغلی دی: (( د ښځو د حقونو او ځواکمنتیا په برخه کې د پرمختګ سره سره په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر محدود دی.))ملګرو ملتونو ټینګار کړى، چې په افغانستان کې باید د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حضور پوره او معنا لرونکى اوسی.ملګرو ملتونو په داسې حال کې د خبریالانو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې، چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی په کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د ۱۰۰۰ قضیو له څیړلو او بررسۍ خبر ورکړی.ښاغلی اندرابی وویل: (( د خبریالانو امنیتی، کشفی او جرمی معضلو ته د رسېدو لپاره ځانګړی کمېسیونونه جوړ شوی ، یو کمېسیون په کورنیو چارو وزارت کې دی، چې ټولو اړوند قضیو ته د رسیدو لپاره دی.زه کولای شم ووایم، چې له ۱۰۰۰ څخه ډېرې قضیې مو څیړلی ، هغه قضیې چې دا څو کاله ورته رسیدنه نه وه شوې.)) د کورنیو چارو وزارت په پام کې لری، چې د پولیسو د زده کړو په نصاب کې له پېښو وروسته د خبریالانو د امنیت او هغه کسان، چې د قربانیانو مرستې ته وردانګی تدابیر ځای پر ځای کړی.د افغانستان لویې څارنوالۍ، د نړیوالو جرایموڅېړنې ریاست پرانیستی، چې بشری جرایمو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی قضایاو ته رسېدنه یې یوه دنده ده. لیمه نیازۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید