روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیواله ټولنه دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په موخه پاکستان نور هم فشارونه زیات کړی

په نړیواله کچه ټولو ته معلومه ده چې  په افغانستان کې د روانو جګړو ترشا د سیمې د استخباراتی سازمانونو او په ځانګړې توګه د  ګاونډىو هېوادونو د استخباراتی شبکو پراخ لاس دى او دغه مغرضې استخباراتی شبکې د خپلو ناوړو موخو د تحقق لپاره د طالبانو په شمول د افغان حکومت ټول وسله وال مخالفین اوپه ټولیزه توګه ترهګرزې ډلې په خپله غېږه کې ساتی، روزنه اوپالنه یې کوی، تجهیزوی یې او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په موخه یې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د تخریبی او تروریستی اعمالو دترسره کولو په موخه ورلېږی، خو اوس نړیوالې ټولنې ته  هم په اثبات رسىدلې چې د ترهګرو او نورو ورانکارو ډلو ټپلو، پټنځایونه له افغانستانه بهر په ګاونډی هېواد پاکستان کې دی او په هراړخیزه توګه تغذیه او روزل کېږی د خپلو شومو اهدافو لپاره ترې ګټه اخلی او په دې لړ کې پاکستان تل له دوه مخی سیاسته کار اخیستى او هېڅکله هم د ترورېزم او ترهګرۍ پر وړاندى په مبارزه کې رښتینى نه دى او د دغه هېواد استخباراتی سازمانونه تل هڅه کوی چې په مختلفو پلمو وسله وال مخالفین د افغان دولت پر وړاندې د بدمرغې جګړې دوام ته وهڅوی اوپه دې لړ کې سوله ییزې هڅې ټکنۍ اوله ځنډ او خنډ سره یې مخ کړې، خو اوس د پاکستان دغه شومه پالىسی نړىوالو ته هم په اثبات رسېدلې، نو ځکه له دغه هېواد څخه د ترورېزم او ترهګرۍ پر وړاندې د رښتىنې مبارزې غوښتنه کېږی . که څه هم د ناټو سر منشی ینس سټولټنبرگ ، د ناټو د پوځی کمىټې ریىس هواىی مارشال سر سټوارټ او د اروپا لوى قوماندان جنرال کرىټس سکاپاروټی افغانستان ته راغللی وو او له ولسمشر محمد اشرف غنی سره ىې ترکتنې وروسته ژمنه کړې وه، چې هغوى د ترهگرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنگ ولاړ دی او په دې برخه کې به له افغان حکومت سره مرستو او همکارىو ته زور ورکړی، د ناټو، سرمنشی په ډاگه کړه ،چې ناټو له افغانستان سره د بروکسل کنفرانس د ژمنو پر بنسټ اوږدمهالو همکارىو ته دوام ورکوی ، البته له کتنې وروسته افغان ولسمشر او د ناټو  سرمنشی په گډ مطبوعاتی کنفرانس کې د ترهگرو د ځالو او ملاتړىو اړخونو په اړه هم خبرې وکړې، ولسمشر غنی له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د افغان سولې لپاره ځان چمتو کړی او هغه د سولې لپاره د ملابرادر خوشې کول ىو گام بللى، خو زىاته یې کړه چې په دې څه نه کېږی اوباىد د ترهگرۍ پر ضد گډه مبارزه کې برخه واخلی: (( دولت د دولت په کچه له پاکستان سره مذاکرات او مناسبات حتمی دی، د دهشتگرۍ په وړاندې مبارزه کې پاکستان او ټوله نړۍ باىد همکاری وکړی، چې د دې ډلو شتون په پاکستان کې دى. دغه راز په افغانستان تپل شوې جگړه ىوازې د طالبانو نه، بلکې نور اړخونه هم لری. دغه راز د ناټو سرمنشی د سىمې پر هېوادونو هم غږ کړى چې په افغانستان کې مثبت او رغنده رول ولوبوی او پاکستان ته ىې اشاره دا وه، چې سختدرىځو ډلو ته پناه ورنه کړی. ښاغلی سټولټنبرگ داهم وىلی چې وسله وال طالبان د جگړې له لارې نه شی برىالی کېداى او باىد د سولې لاره غوره کړی. البته دغه پىغام بىا هم پاکستان ته و، چې نور د طالب ډلو له روزنې او ملاتړه لاس واخلی، ځکه چې د دغو ډلو په کارولو سره د ناوړې گټې اخىستو مهال پاى ته رسىدلى او پاکستان ىې له ناوړه حالت سره مخ کړى دى له همدې امله د ترهگرۍ ضد مبارزه کې ناټو د افغانستان ملاتړ کوی او ناټو له افغانستان سره په بروکسل کنفرانس کې پر شوىو ژمنو ولاړه ده ، دغه راز نړىوالې ټولنه هم  د بىن الافغانی سولې د هڅو ملاتړ کړى، نو مغرض هېوادونه چې سوله ننگوی، باىد له افغانستان سره سوله ومنی.بناءً اړىنه ده چې په ټوله کې د نړىوالو له لوری  پرهغو هېوادونو چې په ىو ډول نه ىو ډول افغان سوله ننګوی اود ترهګرو ډلو ننګه اوملاتړ کوی په عملی ډول ځانګړی فشارونه راوړل شی، چې دوى په رښتىنې توګه د ترهګرو له ملاتړ ، تموىل او تجهىز څخه لاس په سرشی ،که چېرې نړىوال غواړی چې د ترهګرۍ له شره خلاص او خوندی شی، نو باىد پاکستان ترسختو فشارونه لاندې ونیول شی چې عملاً دغه هېواد د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلی او په نړىواله کچه د ترورېزم پر وړاندې خپله رښتىنې مبارزه په عمل کې په اثبات ورسوی اوله ترورېزم سره خپلې ټولې اړىکې ختمې کړې، ترهغه چې په سىمه ىىزه او نړىواله کچه د ترورېزم ټغر ټول شی او په دې توګه په ټوله نړۍ کې د بشرىت هوساىنه خوندی شی .

ش، شاهىن

ممکن است شما دوست داشته باشید