روزنامه هیواد

نوی ځواکونه غزنی ته استول کېږی

د ملی دفاع وزارت لوى درستیز محمد شریف یفتلی پرون په غونډه کې غزنی ته د نویو ځواکونو د استولو خبر ورکړ. ده دغه راز په دې خبری غونډه کې د غزنی او په ځانګړی ډول د جاغوریو او مالستان د ولسوالیو امنیتی حالت ته یې اشاره وکړه او ویې ویل ،چې د غزنی ولایت د امنیت د تامینولو په خاطر جدی تدبیرونه نیول شوی اوعملی کېږی.ده په دې خبری غونډه کې په غزنی کې د ملی دفاع وزارت د کومانډو ځواکونه د شهادت او ټپی کېدو یادونه وکړه، خو د شهیدانو او ټپیانو شمېر یې مشخص نه کړ. ده ډاډ ورکړ چې په غزنی کې امنیتی حالت به په نږدې راتلوونکی کې بدلون وکړی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې دغزنی یوشمېر اوسېدونکی په دغه ولایت کې پر نا امنیو باندې په اعتراض د جمهوری ریاست ته څېرمه په لاریون لاس پورې کړ او دغه لاریون د دې سبب شوى دى چې زیاتره واټونه د دفاعی او امنیتی ځواکونو له خوا تړل شوی او یو زیات شمېر دولتی کارکوونکی خپلو دندو ته نه دی رسېدلی.    باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید