روزنامه هیواد

نوى ولسمشر به ۳ اوونۍ وروسته د لوړې مراسم پرځاى کړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، د هېواد نوى ولسمشر به ۳ اوونۍ وروسته د لوړې مراسم پرځاى کړی.

سره له دې چې د جمهوری رىاست له انتخاباتو ىوه اوونۍ تېرېږی، ولسمشر غنی وایی: ۳ اوونۍ وروسته به نوى ولسمشر خپل کار پىل کړی.

ولسمشر غنی دا خبرې افغان امنىتی او دفاعی ځواکونو او د عدلی او قضایی ارګانونو کارکوونکو ته د زرو اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وکړې.

ښاغلی غنی دا څرګندونې د ښارجوړونی د سرپرست وزىر د وړاندىزونو په ځواب کې وکړې او وىې وىل، د هستوګنې د ځاىونو په تړاو تر درېیو اوونىو پورې هره پالىسی چې وی، نوموړى ىې په خدمت کې دى.

ده ووىل: (( ۳ اوونۍ وروسته نوى ولسمشر د خلکو د راىو په اساس د لوړې مراسم پرځاى کوی، د دغه اعلان د انتخاباتو د خپلواک کمېسىون او بىا د شکاىتونو کمېسىون په غاړه دى، په درېىو اوونىو کې هره عمده پالىسی چې اړتىا وی، زه ستاسې په خدمت کې ىم، خو په وضاحت سره واىم چې دغه وړاندىزونه باىد په همدغو درېىو اوونىو پورې محدودوی.))

ولسمشر غنی دا خبرې داسې مهال وکړې چې د جمهوری رىاست د انتخاباتو د مهالوېش پر بنسټ د انتخاباتو د وروستیو نتاىجو اعلام ته څه باندې څلور اوونۍ پاتې دی.

د دغه مهالوېش له مخې د انتخاباتو لومړنی نتاىج به د مىزان په ۲۷مه او وروستی به ىې د عقرب په ۱۶مه اعلام شی. خو د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون وایی، داسې نه ښکاری چې د عقرب په ۱۶مه نېټه د انتخاباتو وروستی نتاىج اعلام شی.

د دغه کمېسىون غړی او وىاند قاسم الىاسی ووىل، د وروستىو نتاىجو تر اعلام وروسته د شکاىتونو کمېسىون به ۳۹ ورځې وخت ولری ،چې شکاىتونه وڅېړی.

دى واىی: ((کله چې کمېسىون لومړنی نتاىج اعلاموی، په دوو ورځو کې شکاىتونه ثبتېږی، له هغه وروسته په ۱۵ ورځو کې شکاىتونه څېړل کېږی ، که چېرې پرېکړې د کاندیدانو د منلو وړ نه وی ۳ نورې ورځې استنافی شکاىتونو ته وخت ورکول کېږی چې وروسته په ۱۵ ورځو کې کمېسىون شکاىتونه وڅېړی ، وروسته ىوه ورځ پرېکړو ته وخت ځانګړى کېږی او ىوه بله ورځ د بررسىو د اعلام لپاره ټاکل کېږی چې په مجموعی ډول له ۳۷ تر ۳۹ ورځو پورې وخت نىسی.))

د شکاىتونو کمېسىون د دغه غړی له وىنا داسې ښکاری چې د انتخاباتو د وروستىو نتاىجو اعلام ته لږترلږه ۵۰ ورځې وخت پاتې دى.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسىون د ولسمشر محمد اشرف غنی د څرګندونو په غبرګون کې وایی، حکومتی چارواکی او کاندىدان باىد د انتخاباتو د نتاىجو اعلام ته پوره حوصله او زغم ولری

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائىوی مشر ىوسف رشىد وایی، د انتخاباتو د نتاىجو او د نوی ولسمشر د کار په تړاو هر ډول څرګندونې مخکې له وخته دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید