روزنامه هیواد

نورستانۍ: د ولایتی شوراگانو د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز مې ونه مانه

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره وایی: د ولایتی شوراگانو او د غزنی ولایت د پارلمانی انتخاباتو د ځنډولو په هکله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام وړاندیز نه دی منلی.د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د امریکا غږ ته ویلی . چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د انتخاباتو د کمېسیون له غړو سره په کتنه کې وړاندیز کړی و ، چې یواځې د جمهوری ریاست په انتخاباتو تمرکز وکړی.آغلې نورستانۍ وویل: د (( هغې (الیس ویلز) ټینگار په دې و چې د وخت د کمښت په دلیل ښه به دا وی چې یواځې د جمهوری ریاست انتخابات وشی، ځکه د دوو نورو انتخاباتو کول ښایی ستونزمن وی.)) هغې زیاته کړه:  (( خو زموږ استدلال دا و چې د سرتاسریتوب، شفافیت او قانونیتوب د تضمین لپاره د ولایتی شوراگانو ټاکنو اړینې دی))آغلې نورستانۍ وویل، چې همدا اوس د افغانستان د سنا مجلس د انتخابی غړو موده پوره شوې او د سنا مجلس د (( یوې برخې د مشروعیت )) لپاره د ولایتی شورا ټاکنو ته اړتیا ده.

هغې همداشان په ولسی جرگه کې د غزنی ولایت د استازیتوب لپاره ددې ولایت د ولسی جرگې په ټاکنو ټینگار وکړ.د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې همداشان وویل: د جمهوری ریاست ټاکنې بیا نه ځنډېږی او له ټاکنو وروسته به پایلې په دوو- درېیو ورځو کې اعلام شی.مېرمن نورستانۍ زیاتوی، چې د جمهوری ریاست د ټاکنو امنیتی پلان جوړ شوی او د تېرې شنبې په ورځ د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ په امنیتی غونډه کې پرې بحث وشو.آغلې نورستانۍ د انتخاباتو د بودجې په اړوند وویل ، چې ددغو ټاکنو بودجه څه دپاسه ٢۵٠ میلیون ډالره ده ، چې شل سلنه یې د دولت له عوایدو او پاته برخه یې د دونرانو له خوا تمویلېږی.ټاکل شوې چې د جمهوری ریاست او ولایتی شوراگانو ټاکنې او همداشان د غزنی ولایت پارلمانی ټاکنې د میزان د میاشتې په شپږمه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید