روزنامه هیواد

نن د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ لوبډلې مهمه سیالی کوی

نن سې شنبه به د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملی ټیمونه د درى اړخىزو سىالىو پاىلوبه کوی. د کرېکټ نړىوالې شورا وىلی، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرېکټ د درى اړخىزو شل اورىزو کرېکټ لوبو دا فاىنل به داسې وخت کې وشی چې ښایی راشد خان پکې ونه شی لوبېدلى. د کرېکټ نړىوالې شورا وىلی چې د افغانستان د لوبډلمشر چپه پښه په تېره لوبه کې ژوبله شوې، نو ځکه ىې په فاىنل کې لوبېدل په شک کې دی.

د افغانستان او بنګله دېش ټىمونه د شنبې په ماښام ولوبېدل چې د افغانستان ملی ټىم د ماتې د منلو تر څنګ د دغه ټىم کپټان راشد خان په فىلډېنګ کې ژوبل هم شو. د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرېکټ شل اورىزې سىالۍ له شااوخوا لسو ورځو راهىسې د بنګله دېش په کوربه توب روانې دی. په دې لوبو کې افغانستان په ګروپی دور کې د زمبابوې او بنګله دېش په وړاندې څلور لوبې کړې چې دوې ىې ګټلې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید