روزنامه هیواد

ننګرهار کې یو کس له ۵۳ میله وسلو سره یو ځا ونیول شو

د ننګرهار سیمه ییز چارواکی وایی: پولیسو وړمه ورځ په دې ولایت کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی.د دغه ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې پولیسو د تاج الدین په نامه دغه کس له ۵۱ میله تومانچو او دوه میله کلاشنکوفونو سره یو ځای د مهمند درې ولسوالۍ اړوند ډکې سیمه کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې نیولی دی.د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایی ستانکزی وایی: دغه کس له پاکستانه افغانستان ته وسلې انتقالولې، چې د پولیسو له خوا نیول شوی، چې ډېر ژر به د قانونی اجراتو په موخه عدلی او قضایی ارګانونو ته ور وپېژندل شی.د نوموړی پر وینا نیول شوی کس د کندوز د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی.دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې امنیتی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږی او ډېر کله خلک د هدفی وژنو ښکار کېږی، خو چارواکی بیا په دې برخه کې په پراخه کچه د امنیتی تدابېرو د نیول کېدو خبر ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید