روزنامه هیواد

نندار مودی: کابل او ډیلی به د ترهګرۍ په څېر کورونا سره هم ګډه مبارزه کوی

د هند لومړی وزیر نندرا مودی، ولسمشر غنی ته ور یاده کړې لکه څنګه چې هند او کابل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملګری وو، داسې به د کورونا پر ضد هم ګډه مبارزه مخته وړی.ولسمشر غنی وړمه ورځ افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو او ۶۰۰ زره طبی ګولیو د رالېږلو له کبله له هند څخه مننه کړې وه، خو نندرا مودی پرون په ټوېټر لیکلی: (( موږ دواړو هېوادونو له ترهګرۍ سره ګډه او اوږده مبارزه کړې ده، هماغسې به د کووېډ ۱۹ نارغۍ پر ضد هم ګډه مبارزه کوو.)) هند د کورونا بحران د مخنیوی په برخه کې افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو رالېږلو وعده کړې ،چې له دې جملې یې ۵۰۲۲ ټنه را استولی او همدا راز یې د کورونا د درملنې لپاره توصیه شوې ۵۰۰ زره هایدروکسی کلوروکین او ۱۰۰ زره پاراسټامول ټابلیټونه هم رالېږلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید