روزنامه هیواد

نرګس نهان : له کانونو د جګړې د تمویل لپاره ګټه نه اخیستل کېږی

د افغانستان له کانونو څخه د جګړې د تمویل او د خصوصی کولو په اړه د روڼوالی د څار بنسټ او یو شمېر مدنی ټولنو د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایی ،چې په هېڅ صورت د افغانستان له کانونو د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره ګټه نه اخیستل کېږی.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د یکشنبې په ورځ وویل ،چې په دې اړه د حکومت پرېکړه واضح ده او نه غواړی چې د افغانستان جګړه خصوصی شی.نوموړې زیاته کړه: (( دوی وایی هوکړه په دې شوې ، چې د افغانستان کانونه ورکول کېږی او له پیسو یې جګړه تمویلېږی، په دې برخه کې د حکومت تصمیم واضح دى، په دې اړه د امنیت شورا غونډه وشوه او په کې په ښکاره وویل شول، چې نه غواړی د افغانستان جنګ خصوصی شی، موږ پخوا هم ویلی اوس بیا وایو، چې د افغانستان له کانونو  په هېڅ صورت د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره استفاده نه کېږی.))آغلې نهان وایی: د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او د مسو دکانونو تړونونه له امریکایی شرکتونو سره نه ، بلکې له انګلیسی شرکتونو سره شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د روڼوالی یا شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلی د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د تړونونو او جګړې د خصوصی کولو په تړاو د مدنی ټولنو غونډې ته وویل: 

،چې د افغانستان له  طبیعی زېرمو  د جګړې د تمویل په اړه کوم بحثونه چې په نړیواله ټولنه او د افغانستان  په حکومت کې روان دی ورته د منلو نه دی.ښاغلی افضلی وویل: نړیوال دې یو ځل بیا په دې موضوع له سره غور وکړی ، ځکه افغان ولس په هېڅ صورت چاته دا اجازه نه ورکوی ،چې د دوی له طبیعی سرچینو څخه دې د جګړې د تمویل لپاره استفاده وکړى.که څه هم د افغانستان د روڼوالی د څار بنسټ او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړونونه غیر قانونی بولی، خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وایی، چې یاد تړونونه له قانونی اړخه کومه ستونزه نه لری او ټول اړین مراحل یې بشپړ کړی دی.دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولایت کې د سرو زرو او د بلخاب د مسو دکانونو د را ایستلو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د دوو بهرنیو شرکتونو ترمنځ په متحدو ایالتونو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول ،چې یو لړ غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.په ورته وخت کې د اقتصادی چارو کارپوه سید قیاس سعیدی وایی، چې عدلی او قضایی ارګانونه باید په دې اړه څېړنې وکړی ، چې د افغانستان د کانونو په اړه د روڼوالی د څاربنسټ څرګندونې او ادعاوې تر کومه سمې دی:(( باید اړوند وزارت د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړی او حتا عدلی او قضایی ارګانونو ته باید لاړ شی چې دا معلومه کړی کوم تورونه چې په دوی لګېدلی دا ریښتیا دی او کنه؟ دا خو په دې نه کېږی، چې ښاغلى افضلی دې هم لاړ شی خبری غونډه دې جوړه کړې او دوی هم ورته کار وکړی.))ښاغلى سعیدی وایی: افغان ولس حق لری، چې د افغانستان د طبیعی زېرمو په اړه دقیق معلومات ولری ، چې تړونونه په کومو شرایطو کېږی او عواید یې چېرته ځی.

محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید