روزنامه هیواد

نا امنىو په ځىنو سىمو کې د مرستو رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده

په افغانستان کې د نا امنۍ ترڅنګ وچکالی هغه ناورىن دى،  چې تلفات او زىانونه ىې اړولی، روان مېلادی کال شا وخوا ۲۵۰ زره افغانانو خپلې مىنې پرېښی او بېځاىه شوی .افغان حکومت دغې موضوع ته په اشارې سره وایی، چې بېځاىه شوىو ته د مرستو بهىر روان دى او همداشان هڅه کېږی ، چې د وچکالۍ له امله بىځاىه شوی افغانان خپلو اصلی مېنو ته ستانه کړی. طبىعی پېښو ته د رسېدوپه چارو کې د دولت وزىر نجىب اقا فهىم وایی:(( په دې لټه کې ىو چې د وچکالۍ او د جګړو له امله د بېځاىه شوىو ترمنځ تفکىک وکړو، هغه څوک  چې بېرته سىمو ته نه شی ستنېدلاى په موقتو کمپونو کې ورسره دوامداره مرستې و کړو او هغه څوک چې د وچکالۍ له امله بېځاىه شوی وی وهڅول شی ، چې په داوطلبانه ډول خپلو اصلی سىموته ستانه شی.))ښاغلى فهىم وایی:د وچکالۍ له امله په شلو ولاىتونو کې خلک مجبور شوی،  چې سىمې پرېږدی او همدا شان لسګونه زره افغانان د جګړو له امله له اصلی سىمو بېځاىه شوی.دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې اوچا ىا د ملګری ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې په خپل تازه راپور کې وىلی، چې په روان مېلادی کال کې نږدې ۲۵۰ زره تنه د نا امنىو او وچکالۍ  له کبله بېځاىه شوی دی.په دغه راپور کې راغلی چې ىوازې د روانې مىاشتۍ په لومړۍ اوونۍ کې د جګړو د شدت له کبله د بادغىس، کونړ، کاپىسا، تخار، دپکتىکا غزنی او پروان ولاىتونو څخه ۲۸ زره بېځاىه شوی دی.د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې وىلی ، چې د ىادو بېځاىه شوىو ۴۵ سلنه خلکو ته بشری مرستې رسېدلی،  خو پاتې ۵۵ سلنه ىې لاهم له مرستو نه دی برخمن شوی.په همدې حال کې د مشرانو جرګې د شکاىتونو د اورېدو د کمېسىون مرستىال ګل احمد اعظمی بىا وایی: د هغو شکاىتونو له مخې، چې دوى ته رسېدلی بېځاىه شوىو خلکو ته مرستې نه دی رسېدلی او دوى له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.نوموړی زىاته کړه:  (( شکاىتونه موږ ته رسېدلی او هغه مو څېړلی دی خلک په اندېښنه کې دی او هغه مرستې چې باىد شوی واى نه دی شوی، دا چې تاسو ىوې ۱۰کسىزې کورنۍ ته دوه کمپلۍ ورکوئ دا خو د ىوه تن لپاره هم کفاىت نه کوی واقعاً دا ډول ستونزې شته.))پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزىر نجىب اقا فهىم تر ىو برىده ستونزې منی،  خو وایی: د نا امنىو دوام په ځىنو سىمو کې د مرستو رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

د ښاغلی فهىم په خبره، نړىوالې موسسې او حکومتی بنسټونه بېځاىه شوىو ته د مرستو په رسولو کې همکاری کوی او هڅه کېږی چې ټولو اړمنو کسانو ته بېړنۍ مرستې په وخت ور ورسول شی.

رحمت الله افغان

ممکن است شما دوست داشته باشید