روزنامه هیواد

ناکام کاندیدان د ملت د ارادو مخنیوی نه شی کولی!

د ولسمشرۍ لپاره یو شمېر کاندیدانو لاریونونه پیل کړی او غواړی، چې د ټاکنو په مخ کې ستونزې جوړې او د رایو د اعلام مخنیوی وکړی، هغوی خو آن د دې خبرداری هم ورکړی، چې ګنې نظام به نسکوروی او پر ځای به یې بل حکومت رامنځته کوی!!!  تر اوسه چې د رایو لومړنۍ پایلې څو څو ځله ځنډول شوې او د اعلام مخنیوی یې شوی،لا مل یې هم همدا دی،اوس د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار په لمسون لاریون شوی او د دولت ساز ټیم یې تورن کړی،چې ۱۲ لکه رایې یې تقلبی دی، دوی هم خبرداری ورکړى چې د هرې ممکنې لارې به د ده په وینا د یو متقلب حکومت د جوړېدو مخه ونیسی!؟ حکمتیار ویلی ،چې د نظام پر ځای به بل حکومت رامنځ ته کړی!؟ دغه راز د ثبات او همپالنې ټیم هم له څه مودې راهیسې لاریونونه پیل کړی او له کمېسیونه غواړی چې لومړی دې ۳۰۰ زره رایې باطلې کړی بیا دې رایې وشمېری!؟ دا فرمایشونه د قانون خلاف دی، داسې په هېڅ توګه کېدای نه شی، چې یوه ډله دې یا دې څو کاندیدان په زور او د لاریونونو په را ایستلو سره د بریا لپاره داسې فرمایشونه ورکړی! دا د ملت د ارادو پر خلاف درېدل دی، په داسې حال کې، چې د ټاکنو کمېسیون شته او هغوی د همدې لپاره ګومارل شوی، چې رایې وشمېری او بیا یې په اړه تصمیم ونیسی، له یوې خوا د دغه کمېسیون کارکوونکی د رایو د بیا شمېرنې لپاره نه پرېښوودل کېږی، خو له بلې خوا بیا فرمایش ورکول کېږی، چې ګنې دومره رایې دې باطلې شی!؟ د دومره څه چې د یوې رایې ابطال هم د هغوی واک او اختیار نه دی او نه هم دا واک او اختیار د ټاکنیزو کمېسیونونه لری، دوی به ښه حساب کړی وی، چې ګنې دری لکه رایې به یوه ډله او دوولس لکه به دا بله ډله باطلې کړی، بس خبره به سمه شی، دا د قانون، ولسواکۍ ، نظام او د ولس د ارادو پر خلاف درېدل دی، دا په هېڅ  توګه د منلو نه ده، د ټاکنو کمېسیون به هرو مرو خپل کار کوی، دوی یې دې دغه کار وڅاری، که د قانون خلاف وی، نو بیا دې عدلی او قضایی ارګانونو ته مراجعه وشی، له دې پرته بله هېڅ لاره څوک غوره کولی نه شی، لاریونونه هم خپل قوانین او طرزالعملونه لری، هر څوک په ناحقه پر چا د دعوا لپاره لاریونونه نه شی کولی او نه هم پر لاریونونو څوک د نظام مخنیوی کولی شی! د ولسمشرۍ لپاره دې کاندیدان د ټاکنو اصول او قواعد عملی کړی،خو کاندیدان د ټاکنو د بهیر په جریان کې نه شی کولی چې پایلې په خپله خوښه او سلیقه برابرې کړی. له دې پرته هغوی پر اېتلافونو،له یوې او بلې ډلې سره پر یووالی، قانون نه شی ماتولی ! دا لاریونونه په داسې حال کې کېږی، چې یو شمېر کاندیدانو د کریم خلیلی په کور کې غونډه کړې وه، هغوی په دې سره سلا شوی، چې یو به له یوې خوا او بل به له بلې خوا لاریونونه راباسی، بس هم به ولس ووېروی او هم به نظام او د ټاکنو کمېسیون، خو داسې نه شی کېدای، افغانستان د پخوا په څېر نه دی، دلته اوس کورنی ځواکونه د هر هغه خوځښت، چې نظام ننګوی، مخنیوی کولی شی، څوک د مؤقت حکومت او یا هم د بل او بل ډول حکومت رامنځ ته کولو او د ټاکنو د ابطال هېڅ واک او اختیار نه لری، دا ډول هڅې، په پراخه کچه د ولس له خوا غندل کېږی، هم په ملی شورا کې د ولس د استازیو له خوا دا هڅې غندل شوې دی، ځکه ملت اوس خپل حق لری او له ملته څوک د خپل نظام د ټاکلو حق نه شی اخیستلای! ښه او غوره داده، چې د ټاکنو کمېسیون خپل کار وکړی، له دغه کمېسیون سره باید اړوند ارګانونه او په تېره بیا مدنی ټولنه، ملګری ملتونه او نور قانون پلی کوونکی ارګانونه مرسته وکړی او د دغه کمېسیون له مخې هر هغه فشار لرې کړی، چې د ټاکنو پایلې ننګوی!

ممکن است شما دوست داشته باشید