روزنامه هیواد

ناټو هم په افغانستان کې د جگړې د خصوصی کولو مخالفت کوی

له څه مودې راهیسې په افغانستان کې د جګړې د خصوصی کولو بحثونه یو ځل بیا تاوده شوی دی. افغان دولت له هغې سره خپل مخالفت ښودلى. په همدې تړاو په کابل کې د ناټو د «قاطع ماموریت» له ویاند کنوت پیترز سره مرکه دلته لوستلى شئ.   د امریکا دمتحدو ایالتونو او متحدینو له خوا  په افغانستان کې د ترورېزم ضد جگړې په ترڅ کې د نظامی عملیاتو له ۱۷ کلن بهیر وروسته هم طالبان چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن ملاتړ یې کاوه، لا هم بریدونو او جګړو ته دوام ورکړى دى. آیا سره له دې هم سړى کولى شی چې د ناټو د ماموریت له بریالیتوب څخه خبرې وکړی؟ دغې پوښتنې ته د ځواب لپاره دویچه ویله د ناټو د «قاطع ملاتړ ماموریت» له جرمنی ویاند ډگروال کنوت پیترز سره مرکه کړې.

دویچه ویله: څرنگه چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جگړې د خصوصی کولو خبرې کېږی، په دې هکله د ناټو دریځ څه دى؟

پیترز: په دې هکله د ناټو او  افغان حکومت دریځ یو دى. موږ دلته د افغانستان د حکومت په بلنه او د ملگرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ حضور لرو. د افغانستان حکومت په تېرو ورځو کې په دې هکله په څرگنده توگه خپل دریځ روښانه کړى. داسې یو څه د حکومت لپاره په هېڅ صورت د منلووړ  نه دی، په ناټو کې زموږ لپاره هم دا موضوع اصلاً د بحث وړ نه ده.

دویچه ویله: د پخوانی امنیتی شرکت «بلک واټر» رییس اریک پرینس، په دې نظر دى چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د عملیاتو په خصوصی کولو سره به دغه جگړه ډېر ژر پاى ته ورسېږی. که چېرې متحده ایالات د جګړې د خصوصی کولو له پاره تصمیم ونیسی، د ناټو چلند به په دې اړه څه وی؟

پیترز: زه تاسو ته دومره ویلاى شم چې دغې فرضې ته مخکې ځواب وویل شو او هغه هم منفی ځواب! امریکا متحده ایالاتو هم په دې اړه لا مخکې په ډېر وضاحت سره څرگندونه کړې ده. د متحده ایالاتو د مرکزی قوماندې عمومی قوماندان جنرال «ووتل» څو ورځې مخکې په ډېر وضاحت سره وویل چې د دغې جگړې خصوصی کول په هېڅ صورت سره مطرح نه دى. په دې سره دا موضوع زموږ له پاره هم په بشپړه توگه د بحث
وړ نه ده.

دویچه ویلهد افغانستان جگړه ډېره دوامداره شوه. که چېرې بیاهم د ښاغلی اریک پرینس وړاندیز د ولسمشر ترمپ اداره ومنی، بیا به څه وشی؟

پیترز: دا وړانیز رد شو. هم  د افغانستان حکومت او هم جنرال ووټل رد کړ. تر دې نو نور یو ډېر څرگند او ښکاره ځواب نه شته چې تاسو ته یې درکړم.

دویچه ویله: د تېرې یکشنبې په ورځ یعنې د اکتوبر میاشتې اوومه په افغانستان کې د تروریزم پرضد د امریکا د جگړې کلیزه وه، خو ۱۷کاله وروسته طالبان چې د القاعدې د تروریستی شبکې د مشر ملاتړ یې کاوه، اوس په افغانستان کې بیرته د پرمختگ په حال کې دی. آیا سره له دې هم سړی کولای شی چې د ناټو د ماموریت د بریالیتوب خبره وکړی؟

پیترزهو! سړى کولاى شی چې د بریالیتوب خبره وکړی. زه فکر کوم چې سړى کولاى شى په دې اړه د ډېرو بېلگو له مخې دغه بریالیتوب تشریح کړی. زه د لومړی ځل له پاره په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې وم. ما هغه وخت ولیدل چې نه یواځې د کابل ښار، بلکې ټول هېواد  په یوه کڼدواله بدل شوى و. په دې موده کې ما د خپل عمر تر یو کال زیات په افغانستان کې تیر کړل. ما ولیدل چې څرنگه له ټولې نړۍ، بیا په خاصه توگه له ایران او پاکستان څخه مهاجرین بېرته خپل هېواد  ته راستانه شول، هغه خلک چې په پوره جراأت سره بېرته راستانه شول او ویې غوښتل چې په خپل هېواد  کې خپل راتلونکى جوړ کړی او ویې غوښتل چې په څرگنده توگه د زور زیاتیو مخالفت وکړی. دا هغه څه دی چې موږ نن هغې ته رسېدلی یوو.دا هم البته ښکاره ده چې په افغانستان کې امنیتی وضعیت ستونزمن او کړکېچن دى. موږ اوس هم د زور زیاتیو شاهدان یو. خو موږ په څرگنده توگه وایو چې زور زیاتى شخړې نه شی حل کولاى. ناټو دلته په همدې وجه حضور لری چې د افغانستان حکومت ته د یو امکان زمینه برابره کړی چې دغې شخړې ته یو سیاسی حل پیدا کړی. په دې برخه کې موږ د افغانستان د پولیسو او وسله وال پوځ په روزلو کې مرسته کوو، څو هغوى ته سلا مشورې ورکړو او روزنه ورکړو.

دویچه ویله: خو په دې موده کې طالبانو د خپل کنترول ساحه پراخه کړې او ویل کېږی چې څه د پاسه ۳۰ سلنه د هغوى تر کنترول لاندې ده. تاسو په دې هکله څه ویاست؟

پیترزڅوک چې افغانستان پېژنی او ما مخکې یادونه وکړه چې په ۲۰۰۲م کال کې زه دلته د لومړی ځل له پاره راغلم او یوه اوږده موده مې دلته تیره کړه، هغه پوهېږی چې ارقام او شمېرې ډېر سخت څه دی چې سړى د هغو له مخې قضاوت وکړی. داسې یو څه په څو ورځو، اوونیو او میاشتو کې بدلون مومی. دلته ځینې لیوالې کړۍ شته چې له هغو ارقامو څخه خبرې کوې او هغه خپروی چې سړى نه شی کولای هغه بررسی کړی او بل دا چې ارقام معیار نه شی گڼل کېداى، موږ باور لرو چې د هغو له مخې سړى نه شی کولاى په افغانستان کې پرمختگ اندازه کړی. دلته خبره پر شرایطو ده. شرایط د یوه سیاسی توافق له پاره او یوه بیلگه یې راتلونکې پارلمانی ټاکنې دی. موږ اوس همدې ته ځیر یوو او موږ خوشبین یوو  چې دغه لاره د تگ وړ ده.

دویچه ویله: تاسو د بیلگې په توگه د ناټو د ماموریت د بریالیتوب د نښانې په توگه د مهاجرو د بېرته را ستنېدو خبره وکړه، خو د ملگرو ملتونو د رپوټونو له مخې په سوونو زره افغانان د خراب امنیتی وضعیت له کبله په خپل هېواد  کې مهاجر دی؟ آیا دې ته سړى بریالیتوب ویلى شی؟

پیترز: امنیتی  وضعیت په افغانستان کې ستونزمن دى. ما مخکې په دې هکله یادونه وکړه. سړى نه شی کولاى چې له دې څخه انکار وکړی. دا هم روښانه ده چې د دې وضعیت مسئولیت د چا پر غاړه دی. هغه کسان چې له زور زیاتیو څخه کار اخلی د دې وضعیت له پاره مسوول دی. په همدې وجه موږ د افغانستان له حکومت سره مرسته کوو چې د زور زیاتیو دغې لړۍ ته د پای ټکې کېږدی او د یوه سیاسی حل له پاره امکانات پیدا کړی.

دویچه ویله: د افغانستان د رسنیو له مخې کابل ته د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د وروستی سفر په ترڅ کې افغان لوری ته وړاندیز شوى چې هغه سیمی چې اطرافی دی، امنیت ساتل یې ستونزمن دى او هغه دې طالبانو ته پرېښودل شی. افغان ځواکونه دې د ولایاتو د مرکزونو د امنیت خوندی ساتلو ته ځیر شی. آیا ناټو هم خپل افغان ملگرو ته همدا مشوره ورکوی؟

پیترز: له دې وینا سره زه پیژندگلوی نه لرم. نو له دې امله نه شم کولاى چې د هغې ارزونه وکړم. دویچه ویله:  حقیقت دا دى چې طالبان په لرو پرتو اطرافی سیمو ډېر کنترول لری او حتى ۳۰ سلنه د هغوى تر واک لاندې ده؟

پیترز: ما مخکې تاسو ته وویل چې ارقام ډېر زیات بې ثبات مسایل دی. په همدې وجه زه پر ارقامو نه غواړم تبصره وکړم، ځکه هغه هره ورځ، هر ساعت او هره اوونۍ بدلون مومی. هغه څه چې زه تاسو ته ویلاى شم، هغه دا دی چې رښتیا هم امنیتی وضعیت په لوړه کچه ستونزمن دى او د افغانستان سرتېری په پوره زړورتیا او لیوالتیا د طالبانو پر ضد مقابله کوی. دا حقیقت دی او په دې برخه کې موږ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو

دویچه ویله: تاسو د ملاتړ خبره وکړه، د اکتوبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه افغانستان تر څلور کلن ځنډ وروسته پارلمانی ټاکنی لری. امنیتی وضعیت لکه تاسو چې هم وویل ستونزمن دى، ناټو څرنگه په دې برخه کې له خپلو افغان متحدینو سره مرسته کوی؟

پیترز: دا ټاکنې یوازې او یوازې د افغانستان خپله مسئله ده. په دې وجه موږ د ناټو په توگه په دې ټاکنو کې عملا حضور نه لرو. هغه څه چې موږ یې کوو او هغه څه چې له اوږدې مودې راهیسې، نه یوازې له څو میاشتو، بلکې څه د پاسه یو کال راهیسې یې کوو، هغه دا دی چې موږ د افغانستان حکومت، د هغه د کورنیو او دفاع وزارتونو ته د دغو ټاکنو د چمتو کولو په پلان جوړولو کې مشوره ورکوو او ور سره مرسته کوو. دغه ډول مرسته د ټاکنیزو مرکزونو او ساحو له امنیت ساتلو څخه نیولې د ټاکنو د موادو تر چمتو کولو پورې رسېږی. دا په داسې یو ستر هېواد  لکه افغانستان کې له لوژستیکی لحاظه یوه ستره ننگونه ده او په دې برخه کې موږ د افغان حکومت ملاتړ کوو.

مرکه: عبدالباری حکیم

ممکن است شما دوست داشته باشید