روزنامه هیواد

ناټو: نړیواله ټولنه به هېڅکله هم طالبان په رسمیت ونه پېژنی

ناټو یو ځل بیا وېیلی، چې د افغانسستان لانجه پر جګړه نه حل کېږی او د زور له لارې واک ته رسېدل نړیوالې ټولنې ته په هېڅ صورت د منلو نه دی.د ناټو چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط رویټر خبری آژانس ته وېیلی، طالبان باید په دې پوه شی ،چې که دوی سیاسی پروسه رد او هڅه وکړی،چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږی ، نو نړیواله ټولنه به یې هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژنی.دغه چارواکی ټینګار کړی، چې د افغانستان لانجه جګړیز حل نه لری ، نو ځکه طالبانو ته په کار ده، چې بریدونه ودروی او په ښه نیت د سولې په خبرو کې ګډون وکړی.په ورته وخت کې دغه چارواکی دا هم وېیلی، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه دوام لری، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید